نړۍ

نبيل نعيم عبد الفتاح: شيخ اسامه امريکايانو ندی وژلی بلکې په امريکايې ځواکونو يې استشهادي بريد کړی

168151د مصر د جماعة الجهاد الاسلامي پخواني مشر نبيل نعيم عبد الفتاح ويلي: شيخ اسامه رحمه الله د خاصو امريکايې ځواکونو په ګوليو ندی وژل شوی، بلکې دامريکايې ځواکونو له چاپې وروسته يې په هغوی باندې په خپل کور کې استشهادي عمليات ترسره کړي. له (ګلف نيوز) نومې خليجی انګريزي ورځپاڼې سره په مرکه کې عبد الفتاح ويلي: په سمندر کې د بن لادن دښخولو قصه په شک کې اچوونکې ده، هغه زياته کړې امريکايې ولسمشر اوباما په خپلې هغې خبره کې دروغجن دی

چې وايې د بن لادن جسد بحر ته غورځول شوی، نوموړي پدې ټينګار کړی چې دنورو استشهاديانو په څير د اسامه رحمه الله جسد هم داسې ټوټه ټوټه شوی وو چې امريکايانو ته يې پيژندل ناشوني وو.

هغه دا ويلي په ايبټ اباد امريکايې چاپې پر مهال دی په ايبټ اباد کې نه وو، خو دا قصه ورته دبن لادن په خپلوانو کې يو تن کړې.

نعيم عبد الفتاح چې ډير وخت دشيخ اسامه شخصي ګارډ پاتې شوی ويلي چې شيخ اسامه د تيرې لسيزې په اوږدو کې واسکټ په تن ګرځيد، او دا هوډ يې کړی وو چې ځان به ژوندی امريکايانو ته په لاس نه ورکوي.

هغه زياته کړې امريکايې استخباراتي ځواکونو دهغه دژوندي نيولو پلان طرحه کړی وو، خو دهغوی ارمانونه هغه وختت له خاورو سره خاورې شول چې شيخ خپل ځان منفجر کړ، او پدې توګه يې ځان دبند له ذلته او دهغو خلکو دراز په ساتلو بريالی شو چې د خليج له دولتونو څخه يې ده ته روپی رااستولې، ځکه دنوموړي په وينا شيخ د کعبې مبارکې په خوا کې قسم خوړلی وو چې تر مرګ ساعته پورې به خپل اسرار او رازونه پټ ساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x