نظــر

وایي چي مشر یې غمبر وي نو اختر بې مازیګر وي!

محمد هاشم شمیم

البته پرون ماپښین محال پر ټولنیزه رسنۍ باندﻱ د کندهار ولایت په پنجوایی ولسوالی کی د یوه مظلوم وطنوال په وړاندﻱ د پولیسو ناوړه چلند او پر عام سړک د هغه بې رحمانه شکنجه کول دا په اثبات ورسول، چی پولیس د ټولني خدمتگار دا ښه په ډاگه کړل، چي دا هم یو لاسپوځی او پلورل شوی ارگان دی، چي صرف د مافیایی کړیو د حفاظت دنده لري، نه د عام اولس.

د کندهار ولایت د پنجوایي د ولسوالی د پولیسو دا بیرحمانه، زړه بوږونکی او د انساني کرامت او بشري عواطفو خلاف حرکت د یوه مظلوم مسلمان په مقابل کي چي یکي تنها د دولتي حاکمیت د چارواکو په لومه کي لویدلی او هغه څه ورسره کیږي، چي د هیڅ طالب، داعشي او پاکستاني سره نه دی شوی واقعا و هیڅ بشر ته حتی که یهود او نصارا هم وي د زغملو وړ نه دی.

که چیري دا سری په کوم جرم محکوم دی، نو بیا خو محکمه شته، قاضی شته، څارنوال شته او قانون شته. تاسو ته دا حق کوم قانون، کوم چارواکي او کوم تولنیز عدالت درکړی دی، چي یو زوندی انسان فرض کړو مجرم هم واوسي په داسي وحشت په موتر پوري وتري شي او یایې غوښي په غاښو پرې شي او یا ترڅپیړو او لغتو لاندي یې هډوکي اوبه شی؟

چیرته دي دا ولسمشر هغه لافي د انسان پالنی په اړوند؟

چیرته دي حقوق بشر؟

چیرته دي مدنی فعالین؟

او چیرته ده نړیواله تولنه؟

دا چي د ټولني خدمتگار د کندهار په یوه اولسوالۍ کي دومره صلاحیت لري، چي قانون، محکمه، قاضي، څارنوال ټول دوی پخپله دي، نو دا به د کندهار د ولایت د مظلوم اولس څه حال وي؟

جالبه خو داده، چی ما په تېرو څورلسو کلونو کي د پولیسو د منسوبینو او لوړپوړو دولتي ارګانونو څخه پر زغیزو او چاپي رسنیو یوازی او یوازی د طالب او داعش د وحشت داستانونه ارویدل، ولي خبر نوم چي زموږ د ټولني خدمتگار پولیسو تر ټولو د مظلوم اولس په ځپلو کي نامیان وختل.

خو لاکن زموږ په پولیسو کي هیڅکله هم دا قدرت نشته چي د اساسي قانون د اړوندي مادې په اساس خاکریزوال د اولسمشر د سپکاوي په مناسبت په موټر پوري وتړي، زموږ د تولني په خدمتگار کي دا قدرت نشته، چي د کرزیانو د مافیایی کړیو غوښي په غاښو وشکوي، زموږ په ساتندویانو کي دا قدرت نشته، چي د هلمند د ولایت د دیشو په ولسوالی کی د پاکستان بیرغ پورته کوونکي په موټر پوري وتړي، زموږ د ټولني په خدمتگار کي داسي څه نشته، چي د کندهار د ملي شتمنیو لوټونکي تر څپیړو او لغتو لاندي کړي، ځکه هلته خپله نامشروع ونډه د لاسه ورکوي، جیبونه یې خالي کیزي او قدرت یې زبانان کیږي.

زموز د ټولني د خدمتگار دنده د مظلوم اولس ځپل، د کونډو د اوښکو تویول، د یتیمانو پرسرونو د جبر د گوتو اورول، د مسکینانو د نفقې چور و چپاول، و زورواکو ته لاس په نامه دریدل، د مافیایي کړیو محافظت، د قانون تر پښو لاندي لاندی کول دي.

کله چي دا کار د پنجوایی پولیسو دا ظلم د دې مظلوم ځوان په حق کښي وکړ، نو ایا بیا به څوک دا جرئت وکړي، چي دې پېوزلي ته ووایي چی ته ولي طالب شوې؟

ایا ولي دي داعش ته پناه یوړه؟

ایا ولي د پولیس مخالف شوې؟

او یا هم ولي قانون ته درناوی نه کوې؟

زما غم ځپلی اولسه! زموږ په ټولنه کي قانون صرف د زورواکو د نامشروع کړونو د مشروعیت بیلگه ده، نور څه د قانون په نامه نشته احتیاط کوی مه پری خطاوزی. ځکه زموږ په تولنه کی پولیس دهغی تولنی خدمتگاردی کوم چی دمظلوم اولس غوشی خوری اووینی یی حشی. زموز په تولنه کی ملی اردو دهغو زورواکو امنیت تامینوی کوم چی یی دوطن دپلورولو قباله پلاس په خریدارپسی گرزی. زموز په ټولنه کي ملي امنیت په هغه مظلوم پسي څراغ اخیستی دی، چی له ناچاری څخه یې وچه ډوډی غلا وي. زموږ قضایي ارگانونه صرف د کیسه بری مسایل څیړی خو د مافیایي کړیو یو ساده تیلیفون د قاضي او څارنوال لپاره کفایت کوي او هرو مرو به هغه څه تر سره کیږي، چي زورواکي یې غواړي. لاکن صرف زندانونه، هدیرې، او پردي خاوری او هیواړونه په مظلومانو ډکي دي.

ای غافل، ویده اوجادو شوی اولسه! پورته شه په ډیر صداقت د میراني اودس تازه کړه، د غیرت قل هوالله ووایه، او د جهاد د بریالیتوب دعا وکړه. د لستوڼي ماران دي یوی و کوچل کړه، پردو ته دي د نیکونو شاني د عبرت درس ورکره او راتلونکو ته دي د هیواد د حفاظت درس ورکره.

کله چي لا مړنه یې نو بیا ولي د مړو په شاني ژوند کوې؟

ایا ته نه پوهېږي چي دا دي یوه لویه گناه او ستره اولسي جفاده؟

نن دي د ټولني خدمتگار په موټر پوري تړي، سبا دي د دې خدمتگار بادار په توپ پوري تړي او بل سبا دي د بادار، بادار په تیلو کي ایشوي. چي همدا نن ټول په سترگو وینی. نو ویش شه زړگیه زمان پر تیریدو دی او تیر ژوند بیا کله دراتلو دی. ستاسو د هغي ورځي د بریا په هیله چي تاسو غلیمان په موتر کش او غوښي یی په غاښو وروشکوی. امین.

ويډيو دلته کتلی شئ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

او خلکو او مسلمانانو دا پولیسو څخه تمه مه ساتی دا ظالمان ددجال او (ک ف ر)په خدایی مست نشه ګرځی نن صبا خلک خپلو نږدی خلکو ته پیسی نه ورکوی دا امریک چی دپاک او افغان په نوم پولیس او فوج ته پیسی ورکوی او دملیاردونو دالرو په ارزش ورسره امداد کوی دا ولی؟ زه به نن تاسو ته دکفر لخوا ددوی ددجالی سترګو تاپی جوړول او ساتل او پخپلو یونیفورمونو او رینجرو کی استعمالول پام واړوم تاسو دلته دیوی دالرو نوت شاته دمثلث منځ کی سترګی ته سم ځیر شی چی دا سمبول دوی ولی استعمالوی او بیا… نور لوستل »

ابو اقبال

محترم ورور ه !
لیکنه خو ډیره جالبه وه خیر یوسې البته که دعنوان شان نول ځان ته معلوم کړې بده به نه وي دا داصلاح په خاطر نه ده اعتراض

نعمت الله عباس

شمیم صاحب محترمه والله چی مونژ دنور هم ډیر مایوس او خپه کړو هغه پدی چی ستا په شان یو با احساسه مسلمان ډیر ناوخته خبر شوی یی هغه هم له یوی عادی موضوع څخه ځکه ددی شکل عادی ظلمونو سره اوس مسلمانان عادی شوی ډیر وخت تیر شوی.او تا په تکرار تکرار قانون ته اشاره کړی ډیر افسوس دی کوم قانون؟کوم حقوق بشر؟ کومه محکمه؟

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x