افغانستان

په مشرانو جرګه کې د اداري هیت لپاره ټاکنې روانې دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): نن د مشرانو جرګې د خپلې وروستۍ کاري دورې له پیل وروسته د اداري هیت لپاره ټاکنې ترسره کېږي.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار وويل چې د دې جرګې د لومړۍ مرستيالۍ لپاره محمد د پنجشیر د خلکو استازی محمد علم ایزديار او د کابل د خلکو استازی فرهان سخي نوماندان دي.

تر اوسه پوې محمد علم ایزدیار د فضل هادي مسلمیار لومړی مرستیال پاتې شوی دی.

په ورته توګه د دویم مرستیالۍ لپاره موجود مرستیال محمد اصف صدیقي چې د لوګر د خلکو استازی دی او حسیب الله کلمیزی چې د میدان وردګو د خلکو استازی دی، نوماندان دي.

د دې جرګې د منشيتوب لپاره اوسنی منشي عبدالله قرلق او د فراه د خلکو استازی ګل احمد اعظمي نوماندان دي.

د مشرانو جرګې د منشي د مرستیالۍ لپاره اوسنۍ مرستیاله او د دايکندې د خلکو استازې نجیبه حسيني او د بامیانو د خلکو استازی قیس وکيلي نوماندان دي.

یاده دې وي تر مشرانو جرګې وړاندې د ولسي جرګې د اداري هیت لپاره هم ټاکنې وشو، خو د کافي رایو د نه وړلو له امله د دې جرګې لومړی او دویم مرستیال ونه ټاکل شول.

د اساسي قانون د ۸۷مې مادې له مخې مشرانو او ولسي جرګه د خپلې کارې دورې لپاره یو تن د تقنیني دورې د رییس، دوه تنه د مرستیالانو، یو تن د منشي او بل د منشي د مرستیال په توګه ټاکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x