نړۍ

دهمجنسبازانو دودونو په هکله دازهر شريف فتوی

1338205591د ازهر شريف دفتوی څانګې مجمع البحوث الاسلامية د همجنسانو د ودونو په حرمت او داسلام له دين څخه دهغوی خارجيدو فتوی ورکړې. دا فتوی د هغه خبر د غبرګون په ترڅ کې راغلې چې نړيوالو رسنيو خبر ورکړ چې په فرانسا کې دوو سړيو په خپل منځ کې واده کړی او دا وايې چې موږ مسلمانان يو او يو يې دفرانسې په پلازمينه پاريس کې د يو مسجد دامامت دنده هم پر غاړه لري.

په فتوی کې راغلي: د همجنسانو ودونو د سړي له سړي او د ښځې له ښځې سره شرعا يو ناروا او حرام کار دی او چې چا دا کار وکړ نو هغه داسلام له دين څخه وتلی او خارج دی.

مجمع دې ته هم اشاره کړې چې دهمجنسانو ودونه يوازې په اسلام کې نه بلکې په ټولو اديانو کې حرام، له ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې د اخلاقو او انساني فطرت او انساني ذوق مخالف عمل دی، دانسانيت په تاريخ په هيڅ يوه بشري ټولنه کې نده ليدل شوی.

په فتوی کې ويل شوي په هغه چا پسې چې دداسې ناوړه کار باندې عقيده لرونکي، ښه ګڼونکي، او په ‌ډګر کوونکي پسې لمونځ باطل او هيڅ جواز نلري، او له مسلمانانو يې دا غوښتنه کړې چې داسې خلکو پسې لمونځ ونکړي او دغه خبيث ناوړه عملا رد کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x