شعـــــرونه

غزل: عبدالفتاح فاتح

 عبدالفتاح فاتح

لا مې په نیمګړي ژوندون پاتې ارمانونه دي
مه راځه مرګیه نیمه خوا می امیدونه دي

و یاره خدای څومره اثري حسن درکړی دی
وا ستا په ښایستو سترګو لیکلي آیاتونه دي

لاړل دلته خلک د پردي کلتور څپو یوړل
دلته یو څو خلکو بدل کړي رواجونه دي

خاورو کې زور چیرې و، چې ستا ککرۍ خاورې کړي
و مشره په زړونو کې دی پاتې انځورونه دي

موری سر راپورته کړه له خاورو نه در پټ مې کړه
نور مې له یخنۍ نه لړزیدلي اندامونه دي

چا به ویل راشه مسافر فاتحه چیرته یې
تا نه پاتې کلی شو له ما نه چینارونه دي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x