شعـــــرونه

دذهين رڼا خېل دوه غزلونه

ذهين رڼا خېل

له ځانه تښتمه خو ځان راپسې منډې وهي
خپله انسان یمه انسان راپسې منډې وهي

ما په ژوندوني په خپل قد تابوت جوړ کړی راته
ګناه مي نشته مرګ ناځوان راپسې منډې وهي

خوب مې لیدلی دی هغه چې یې رټلمه زه
په اوږو بار یمه جانان راپسې منډې وهي

زه د لمدو خټو تپلی شړیدلی وجود
وچ شوی نه یم چي باران راپسې منډې وهي

ذهینه! یم به د ریښتیاوو لیونی به یمه
چې په کوڅو کې ماشومان راپسې منډې وهي
ـــــــــــــــــــــــــ

غزل

زړه لرم د چا زړګي ته لار لرم
ټپه لرم ، غزل لرم سیتار لرم

شاعري مې له یو شوخ نظر غلا کړي
په سترګو د یو ښکلي سره تار لرم

چي کلیوال جانانه ته څه ووایم
شرمیږم ، نه هم توري د اظهار لرم

خپلواکي به وه نو داسي؟ نه پوهیږم
بندي یم ، نه د خپلي خولې اختیار لرم

دا چي ځوریږم ، کړیږمه دردیږم
له وخته په لستوڼي کي یو مار لرم

ذهینه تا به ویل چي مینه ټوکي دي
ته وګوره! په زړه څومره پرهار لرم

ــــــــــــــــــ
ذهین رڼاخیل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x