
شعـــــرونه
اشرف غني نه څو ساده پوښتنې
احمدګل ريان
د دين وطن دښمنه دا څه کوې؟
ووايه ته او خدای، رښتيا څه کوې؟
نور خو دي نوم د بې وجدانو بد کړ
نور په دې غره په دې بيديا څه کوې؟
سوله په خپله راځي دا خو ورک کړه
په دې کافره امريکا څه کوې؟
ياره نو هيڅ په خبر نه پوهېږې!!!
په جنګ او سوله کې ګډا څه کوې؟
د دين وطن په پلور دي څه وګټل؟
ته نو په دغسي سودا څه کوې!؟
اوس خو به پوه يې، وه ناچله بېدۍ!
ځه لاړ شه بل ځای، اريانا څه کوې
سوله يا جنګ په سوال زاريو نشي
همدا نن نر شه، په سبا څه کوې؟
يو مخ بې سده يې، بيخي بې منطق
د پت له درکه بې پروا څه کوې؟
ريانه! دې سړي نه وپوښته چې
اشرفه! دا څه کوې دا څه کوې؟
ځواب به درکړې او که وايې به چې
ته اوس د هر ټکې مانا څه کوې؟
نو د خدای بنده چي له اشرف غني څخه دي پوښتي او یا ګېلې درلودلې، دغسي به دي په لیکنه کي ورسره مطرح کولې نو دا د شعر بې چاره غبرګ غاښونه دي ولي په ور ایستله؟. لولک