نړۍ

جبهة النصرة په امريکايې تور ليست کې

23 02 13 01 07 جبهة-النصرةدامن نړیوال مجلس نن يو پريکړه ليک صادر کړ او پکې يې د سوريې په زمکه جنګيدونکې ډله (جبهة النصرة) په تور ليست کې شامله کړې. ټاکل شوې په ملل متحد د متحده ايالاتو استازی ددې پريکړه ليک اعلان وکړي.

لدې پخوا متحده ايالاتو د جبهة النصرة نوم دتروريستي ډلو په قطار کې شامل کړی وو.

او همدغه راز يې دنوموړې ډلې دمشر ابو محمد الجولاني نوم دتروريستانو په ليست کې لدې وجې شامل کړی وو چې له القاعده سره اړيکې لري او له ايمن الظواهري سره يې بيعت کړی.

د امريکا خارجه وزارت ويلي وو: جولاني په هغه ويډيويې کليپ کې چې نوموړي ته منسوب دی ويلي وو چې دوی د بشار الاسد د نظام په له منځه وړلو او دهغه پر ځای داسلامي نظام دقيام لپاره هلې ځلې کوي.

د امريکا خارجه وزارت په بيان کې راغلي وو چې د جولاني او جبهة النصرة فکر د سوريايې ولس له آرزوګانو سره سمون نه خوري، ځکه هغوی آزادي او ديموکراسي نظام غواړي.

خو د څيړونکو په وينا امريکا خپلې ګټې په پام کې نيسي نه دشامي ولس، ځکه که خبره د شامي ولس وای نو بيا يې ولې بشار الاسد او دهغه مليشې په اصطلاح په تور او توروريستي ليست کې نه شاملوي، سره لدې چې نوموړي د شامي ولس پر ضد ډير بشر بوږنوونکي جنايات سرته رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x