میرمنو ته!

حامد افغان

(1) تاسو د یوه بل جامه یئ

قرانکریم نرو او ښځو مومنانو ته وايي چې تاسو د یوه بل جامه یئ (هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ) [البقرة: 187]. مفسرین او د بلاغت او ادب ماهرین د قرانکریم دا تشبیه له خورا عجیبو تشبیهاتو نه بولي، میړه او ښځه د یوه بل له پآره جامه دي، او دا له څو وجوهاتو:

1) جامه سره ستر او پرده راځي او میړه ښځه د یوه بل مکمله پرده کوي.

2) جامه ساتونکې او وقایه ده، له یخ او ګرمي نه انسان په جامه ځان ساتي، او میړه او ښځه هم د یوه بل ساتونکي او وقایه دي.

3) په جامه سره دفء او تودوخه ترلاسه کیږي او میړه او ښځه پخپلو کې له یوه بل نه د میني او محبت تودوخه ترلاسه کوي.

4) له جامې پرته انسان د نیمګړتیا احساس کوي او په جامه سره اکمال او پوره والی راځي او میړه او ښځه هم یو بل له مختلفو اړخونو تکمیلوی.

5) جامه د ښکلا او ښایست بهترینه وسیله ده، او میړه او ښځه د یوه بل له پاره تر ټولو زیاته ښکلا ده، د دنیا ټول نعمتونه او ښکلاوې که یو سړی یا ښځه ولري خو چې میرمن یا میړه ونلري ټول ښایستونه پیکه دي.

6) په جامه کې تکییف، تعدیل او بدلون راځي، تنګیدلی او ازادیدلی شي، میړه او ښځه هم باید د یوه بل له پاره تکیف او بدلون ومني او څومره چې د یوه بل له پاره غوره چلند اختیاروي هغومره به کورنی ژوند خوندور او ښآیسته وی.

7) په جامه کې تطابق او برابري وي د بدن د هر غړي له پاره بیل بیل جوړښت غواړي او بیا له هغه غړي سره مطابقت او سمون خوري داراز میړه او ښځه باید په مختلفو خویونو او عادتونو کې له یوه بل سره مطابقت ولري، که یو مینه ناک وي بل هم باید مینه ناک واوسي، یو دینداره وي بل هم باید دینداره واوسي او..

8) په جامه کې التصاق او پیوستون وي په بدن پوري نښتې او پیوسته وي او د میړه او ښځې ت رمنځ هم باید دا صفات شتون ولري.

ميړه او ښځه د یوه بل جامه دي په دې اړه یوه دلچسپه کیسه:

د میړه او ښځي تر منځ مخالفت دې حد ته ورسیدی چې ښځي د طلاق غوښتنه وکړه میړه یې طلاق نه ورکاوه، د ښځي کورنۍ هم له زوم نه د طلاق غوښتنه وکړه او د سړي کورنۍ د طلاق مخالفه وه، خبره چې کورنیو ته ورسیدله نو وپړسیدله او د شخړي رامنځته کیدلو وېره زیاته شوه، خبره د حل کولو له پاره د سیمي عالم ته ورسیدله او هغه میړه او ښځه د دوی د کورنیو له غړو سره وروغوښتل. عالم ښځه، میړه او د ښځي پلار او ورور ګوښه کړل او ورته ویې ویل: دا موضوع زه په یوه شرط حل کوم او دا شرط باید ښځه عملي کړي، شرط دا دی چې ښځه به ټولي جامې اوباسي، او هغه داسې چې له پلار، ورور او میړه نه دي یو خوښ کړي د هغه شاته دي ځان پټ کړي او جامې دي اوباسي، ښځي طبعا سره له مخالفته په دې دریو کې میړه خوښ کړ او د هغه شاته یې جامې وایستلې، وروسته عالم ورته وویل: خورکۍ! ته باید پوه شې چې ستا پرده یواځې له خپل میړه سره خوندي ده، هغه هم پوهه شوه، له طلاقه تېره شوه، له خپل میړه سره روانه او ستونزه ختمه شوه.

(2) شیشې

انس رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه سفر روان و، یو تور غلام چې انجشه نومیدی هغه د اوښانو بیولو ځانګړی اواز ویلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: اې انجشه! د شیشو (میرمنو) اوښان ورو وله. عَنْ أَنَسٍ قَالَ كَانَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي بَعْضِ أَسْفَارِهِ وَغُلَامٌ أَسْوَدُ يُقَالُ لَهُ أَنْجَشَةُ يَحْدُو فَقَالَ لَهُ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَا أَنْجَشَةُ رُوَيْدَكَ سَوْقًا بِالْقَوَارِيرِ. رواه مسلم

انجشه د اوښانو بیولو ښایسته اواز لاره او اوښان چې د تګ په مهال ښایسته اواز اوري نو تګ تېزوي. ميرمني لکه شیشې نازکې دي، د اوښانو په تېز تګ سره هغوی تکلیف کیږي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځکه انجشه غلام ته وویل چې اوښان ورو وله. شرح النووي

(3) څو برخې بدله

د ترکیې وتلی ټوکمار لیکوال عزیز نسین د ښځې په اړه لیکي:

هر وخت چې تاسو ښځي ته کوم شی ورکړئ هغه یې څو برخې او څو چنده بدله بیرته درکوي..
که تاسو هغې ته نطفه ورکړئ هغه یې بیرته د ماشوم په شکل کې درکوي
که تاسو هغې ته کور ورکړئ هغه یې د اوسيدلو تود او ښایسته ځای درته وګرځوي
که تاسو هغې ته سبزي ورکړئ هغه یې د خوږ او خوندور خوراک په شکل درته تیار کړي
که هغې ته موسکا ورکړئ هغه زړه درکړي
هر وخت چې هغې ته هر شی ورکړئ هغه یې څو چنده درکوي
له دې امله که هغه په یو موټي خټه وولئ
نو ستاسو د غرقولو له پاره به
له دې خټې سوروره تمبلۍ درته تیاره کړي

(4) توپیر

په اروپا کې ښځې ته په انجیل لاس لګول حرام و، ځکه د دوی په آند ښځه پلیتي وه، هماغه وخت کې د اندلس د قرطبې یوه کلي کې 170 ميرمني د قرانکریم په لیکلو بوختي وې.

(5) د میرمنو دنده

څوک وایي چې د مسلمانانو میرمنې کورونو کې بېکاره ناستې دي؟!
د میرمنو د بېکاري خبره د غربي دجال، رسنیو پړسولې ده، کنه هره میرمن په خپل کور کې کار لري، هغه په کور کې د مور، خور، لور او میرمني په درنه انسان پالونکې او روزونکې دنده بوختې دي.

(6) غیرت

د جاهلیت زمانه کې به عربو هغه آس نه خرڅاوه په کوم به یې چې میرمن سپریدله، ځکه غیرت یې نه منله چې په هغه آس دې پردی سړی سپور شي! او نن دې د عربو الله مل شي ..

(7) ښه ځواب

شیخ احمد دیدات رحمه الله وایي: یوه ځوان راته وویل: ښځې د فساد اصلي سبب دي، ما ورته وویل: ستا خبره درسره منم، او ښه دلیل یې دا دی چې له 9 میاشتو ستونزو او کړاوونو وروسته ستا په څېر احمق انسان وزیږوي..

(8) فکري برابري

د الجزائر د وتلی ادیب او مشهور مفکر مالک بن نبي لور د خپل واده کیسه کا: په پیرس کې به یوې کتابخانې ته ورتلم، د کوم کتاب پوښتنه به مې چې وکړه راته وبه یې ویل دا یوه ځوان وړی دی، داراز هغه به هم چې کله د کوم کتاب پوښتنه وکړه ورته وبه یې ویل هغه یوې نجلۍ وړی دی، په دې توګه زما او د هغه تجسس پیدا شو، سره شناخته شوو او واده مو سره وکړ.

(9) د وفادارو میرمنو کلا

د المان لومړی پاچا دریم کونراډ (1152م/1093م) چې په کال: 1140م کې د ونسبرګ کلا ونیوله، امر یې وکړ چې یواځې ښځې باید ټولې له دې ځایه ووځي، او د کور څومره سامان چې له ځانونو سره وړلی شي هغه دې هم یوسي. نو د ونسبرګ ښځو خپل پوځیان ميړونه په شا کړل او روانې شوې! او پاچا د خپلې خبرې مخالفت نسوي کولی. له دې وروسته هغه ځای “د وفادارو میرمنو کلا” سره ونومول شو. او ویل کیږي اوس هم په دې نوم یادیږي.
نړۍ ټوله د وفادارو میرمنو کلا ده، هغه بې وفاوو یې سړو ته د وفا ارزښت ورپېژندلی.

(10) مینه یعني ژوند

د چارلي چاپلن ( (Charles Spencer Chaplin( 1889 – 1977) او ميرمني نکل یې درته کوم، چارلي 60 کلن و او میرمن یې اونا 25 کلنه وه، کله یې چې له هغې نه د واده غوښتنه وکړه ورته ویې ویل: له نیمايي زیات عمر مې تېر شوی دی، کم پاته دی، غواړم ستا سره واده وکړم، څو تا ته دروښیم چې ژوند څنګه کیږي، او ته دا راوښیې چې څنګه ومرم.

هغې ورته وویل: نه، داسې نه ده چارلي .. ته به ډېر ژوند ولرې، او زه به درسره یم، ته به زما نه هوښیاره میرمن جوړه کړې، او زه به تا تل ځوان لرم. هغه و چې د دواړو هیلې ترسره شوې، چارلي تر 88 کلنۍ پوري ژوندی و، دواړه ښه سره خوشاله وو، دواړو نیکمرغه ژوند وکړ، او دواړو اته اولادونه وزیږول.

کورنی ژوند، کلیوال ژوند، سیمیزي اړیکي او آن یوه هیواد کې ارام او سولییز ژوند په “مینه” پوري تړاو لري، ټولې نیکمرغۍ مینه زیږوي، لنډه دا چې مینه د ژوند رنګ او خوند ده، او بې میني ژوند بېخونده او پیکه وي. نو مینه یعني ژوند.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د