شعـــــرونه

پسرلیه!

حسيب الله فياض

د دردمنو زړو درمان درسره راوړه
پسرلیه لږ ارام درسره راوړه

خوشحالۍ زمونږ له دره کډه کړې
د خوښیو ډک پیغام درسره راوړه

د کینې او نفرتونو شولو ستړی
محبت او احترام درسره راوړه

بس دی ډیر وژړولو ظالمانو
پسرلیه لږ ارام درسره راوړه

خورم قسم چې ډیربه تاته انتظار وي
ځان سینګار کړه خو انعام درسره راوړه

له پردیو نه نور ډیر یو ستړی شوی
خپل کامياب پردي ناکام درسره راوړه

پسرلیه چې راځې نه پاته کیږې
د فیاض له خو ا سلام درسره راوړه

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x