افغانستان

هلمند: ګریشک کې پیل شوې جګړه تر لسو ساعتونو واوښته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت د ګریشک ولسوالۍ په مرکز کې د نن سهار وختي جګړه لا هم دوام لري.

د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې ګڼو سرتېرو بریدګرو د ولسوالۍ پر ودانۍ، امنیه قومنداني، د ملي امنیت پر مديريت او نورو دولتی تاسیساتو بريدونه پیل کړي دي.

په لومړيو کې امنیتي مسوولینو ويل چې بريدګر شپږ تنه دي، درې تنه يې وژل شوي او درې نور جګړه پر مخ وړي، خو تازه راپورونو کې دوی وايي چې بريدګر لس تنه دي چې اوه تنه يې وژل شوي دي.

د سر چينې په قول تر اوسه دوه پولیس وژل شوي او اوه نور ټپیان دي، خو سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې د جګړې په ساحه کې پرلپسې د امبولانسونو غږونه اورېدل کېږي.

د بريد مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی او ويلي يې دي چې د دوی سرتېرو بريدګرو ملګرو په ګریشک کې ګڼې دولتي ودانۍ تر جګړه لاندې نیولې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x