نړۍ

امريكا: د اوکلاهوما په نوي طوفان کي 12 تنه وژل شوي دي

نن ټکی آسیا: تیره ورځ د امریکایا د اوکلاهوما په ایالت کي یو ځل بیا د باد او باران طوفان ۱۲ تنه وژلي، او په یوه میاشت کي دننه د امریکا پر دغه ایالت دوهم طوفان دی، مخکي ۲۴ تنه وژل شوي وه، او په بلیونونه ډالر مالي زیان رسیدلی وو.

د اوکلاهما ایالت حکومتي چارواکي وايي چي نهه تنه په پروني طوفان کي وژل شوي، د میسوري په نامه همسایه ایالت هم اعلان کړی چي هلته هم د سیلابونو او سخت اورښت له کبله درې تنه وژل شوي دي.

د میسوري ایالت والي د سیلابونو سیمي له نیژدې کتلې، او خلګو ته یی ویلي چي اوس هم دا سیمي د خطر څخه خالي نه دي، خلک باید په هغو سیمو کي ونه ګرځي، چيری چي اوبه ډیره جمع شوي دي.

بل خوا د اوکلاهوما ایالت د هوا پيژندني ادارې اعلان کړی چي نور په دغه ایالت کي د طوفان خطره نسته.

چارواکو همدا رنګه ویلي چي ډیر کسان د طوفان له کبله په ترافیکو پيښو کي ټپيان شوي دي، چي شمېر یی تر ۸۷ پورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x