ادبي لیکني

“«ځنګل»

 احسان‌الله درمل

لمر عجیبه راوخوت
د تور ځنګل تیاره ده اوس هم پښه پر ځای ولاړه
پړانګ د زړې ونې پر ډډ ولیکل:
« هوسۍ دې تل ژوندۍ وي
موږ پر هوسیو مین
په ښکلیو سترګو کې یې ډنډ اوښکې لیدلای نشو
نن د هوسیو ورځ ده
هوسۍ دې رم نکوي،
نن خو دې آزادې ګرځي»
او هلته لیرې د ځنګل له هغه بر طرفه
یوه غوغا راځي یو شور اورم
شور څه آشنا غوندې دی
ته وا د څو وحشي پړانګانو د پنجو تر منځه
یوه معصومه ترهیدلې هوسې ساه ورکوي
خو زه یې نه منمه
ماته زما حواسو کله دي رښتیا ویلي؟
دا دروغجن قاصدان پېژنم زه
پر دې ړندو آیېنو هیڅ باور کیدلای نشي
ګمان دی زیان د ایمان
ښایي دا شور د هغه جشن د نغمو شرنګ وي
چې د ځنګل پړانګان یې نیسي د هوسیو په نوم
کاشکې همداسې وشي
کاشکې زما حواس درواغ ووایي

۸/ مارچ/ ۲۰۱۶
کابل

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x