نظــر

عطاء نور د مظلوم ولس جونګړو ته اور ورته کړ

میوند سادات

د بلخ ولایت کشنده ولسوالۍ د پنج په سیمه کي د عطاء نور ملیشو د علیماتو په نوم دولسي خلګو پرکورنو بریدونه کړي،د خلګو کورونه یې تر تلاشي کولو وروسته چور کړی،خلګ یې وهلي، اووه تنه ولسي وګړي یې شهیدان کړي او دوه کورونه یې سوځولي دي.

عطاء نور پردې وحشت د اعتراف ترڅنګ د خلګو د کورونو سوځول خپله قهرماني وبلله او خپلي وسوله والي ملیشې یې نور هم ورته وحشتونو ته تشویق کړې.
د هیواد په ډیرو سیمو کي له ولس سره د کابل رژیم چلند په دغه ډول ادامه لري،څه موده وړاندي د بلخ په ګاونډ جوزجان کي د جنرال دوستم ګلم جمي ملیشو د عطاء نور غوندي دخلګو له کورونو قیمتي شیان چور کړل،خلګ یې شکنجه کړل،بندیان یې کړل او یو شمیر یې شهیدان او ټپیان کړل،وروسته دوستم فاریاب ته مخه کړه هلته یې هم ورته جنایتونه تکرار کړل.

تیره میاشت هم د ګډ حکومت په عملیاتو کي د بغلان په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین کي په لسهاوو زره کورنۍ د سیمي پرې ښودلو ته مجبوري شوې،د ځایې مخورو دوینا له مخي د بغلان په یادوو شوو عملیاتو کي څه کم زر تنه ولسي وګړي شهیدان او ټپیان شول،په سلهاوو کورونه،جوماتونه،دوکانونه او نور دهستوګني ځایونه وران شول.

داسي ښکاري لکه ګډ حکومت چي په سستماتیک ډول خلګ ځوروي،شهیده وي،بندي کوي، کورونه یې ورانوي او د سیمي تخلیه کولو ته یې اړباسي،چي له همدې لاري په طالبانو فشار وارد کړي او سیمه ورته پریږدي،ددې ډول چلند یوه واضحه بیلګه د بغلان عملیات دي چي حکومتي ځواکونو په لوی لاس د هستوګني سیمي په نښه کولې او له همدې لاري یې غوښتل چي خلګ د طالبانو پرضد را وپاروي،دوی په دې نه پوهیږي چي خلګ به هیڅکله د خپلو کورونو ورانونکي،دښځو اوماشومانو وژونکي ونه بخښي.

د ګډ حکومت له راتګ سره له یوې خوا دیرغلګرو په شپنیو عملیاتو کي ډیروالی راغلی او له بلي خوادحکومتي ځواکونو د لویو وسلو بریدونو،چاپو او ړندو بمباریو زور واخیست چي ډیر زیات زیان یې ولس ته رسیدلی دی.

د ګډ حکومت وسله وال او سیاسیون دې دا ګومان نه کوي چي هر څه لوبي په ولس کوي مخه یې خلاصه ده،الله تعالی به د مظلوم ولس غچ له دوی څخه اخلي،په دنیا کي به یې شرمنده کوي او په اخرت کي به سخت عذاب ورکوي.

بل داچي افغان ولس هغه باشهامته ولس دی چي دنړۍ ډیرومستکبرینو یرغلګرو ته یې ماته ورکړې اوخپل کسات یې ځني اخیستی دی،نو د ګډ حکومت چارواکي چي لاسونه یې دولس په وینو سره دي دولس انتقام ته دي انتظار شي.

د مظلوم افغان ولس ازار،آه اوفغان او ددې میړني ولس د اوښکو او وینو طوفان به د عطاء نور،دوستم،رازق،غني،عبدالله او…..ظالمو چارواکو دظلم اسمان څکي ماڼۍ ګړوبوي او دغه جابران به د ذلت او عذاب کندي ته ورټیل وهي.

په ستړو اسویلو به یې ځواني لمبه لمبه شي
خندا به یې سلکۍ شي په ازار د لیونو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x