شعـــــرونه

بریا……

سپين کوچی

وطنه اوسې درکې دا څومره نادانه خلک ؟!
ډیر بې شعوره، بې احساسه، بې وجدانه خلک!!!

په ډزو لمانځي څه وړه او بې معنا خوشالي ؟!
له خلکو ژوند اخلي توبه ! څه په اسانه خلک

موږ په وړو، پلاستیکي اتلولیو مړه شو
خلک خاموش وي، که یې لاړشي تر آسمانه خلک

چې د ښې ورځې خاوندان نه شول زرونه کاله
د بورې مور ازار وهلي سرګردانه خلک

چې د خپل روح په بدل ژوند راوړي دې چم ته هغوی
بیا هم خبرې جوړوي پسې له ځانه خلک

په زړه به، بار وړي د غمونو بلا غرونه،غرونه
لکه بهار به بیا هم شنه وي له خندا نه خلک

ضد کې چې راشي نو خبرې ترې د کفر وشي
څه په وړه خبره خلاص شي له ایمانه خلک

دلته ریښتونې خوشالۍ ته بلا شپې پاتي دي
لا په ریښتونې بریا پوی نه دي جانانه خلک

دلته د ښار په خنداګانو کې یې زړه تنګیږي
چې راشي سپین کوچي په شان، له بیابانه خلک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x