شعـــــرونه

پګړۍ: عبدالمجيد جواد

عبدالمجيد جواد

ته ښایسته ښایسته پګړۍ
ګل او ګلدسته پګړۍ

مخ دې نوراني ښکاري
ګرانه مه پریږده پګړۍ

ونغاړه اوږدې څڼې
تاو کړه ترې اوږده پګړۍ

تندر په کفري جهان
ستا دغه ساده پګړۍ

نوره هم ښایسته ښکاري
وتړه کږه پګړۍ

خیال کوه طالبه ډیر
ډیره ده درنه پګړۍ

هر قدم احتیاط کوه
ونه کړي ګیله پګړی

سپینه ده تور نه مني
پاکه وساته پګړۍ

کړو دې پرې جواد مئین
اوس یی تل وهه پګړۍ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x