نړۍ

پنټاګون: د کیوبا د زندان څخه کوم بندي نه دی خوشي شوی

د پنتاګون رسمي ویاند اعلان کړی چي د ګوانتامو څخه یو بندي هم نه دی خوشي، او نه خپل هیواد ته لیږدول شوی.

نومړي په دې سره غوښتل چي د موریتانیا هیواد ددوو کسانو خبرونه رد کړي، چي څو ساعته مخکي راغلي وه، چي د کیوبا څخه خپل هیواد موریتانیا ته لیږدول شوي دي.

ددې تر مخه د موریتانیا د امنیتي چارواکو له خولې څخه رسنیو را پور ورکړی  چي د کیوبا زندان دوه کسه بندیان موریتانیا ته په یوه خاصه امریکايي الوتکه کي رسیدلی، چي نومان یی ، محمد ولد صالحي او احمد ولد عبد العزیز دی.

د کیوبا د زندان رسمي ویاند ویلي چي هیڅ کوم بندي نه دی خوشي شوی، او زیاته کړې چي تیره اونۍ، او تیره میاشت هم په بندي خانه کي 166 کسان وه، او اوس هم په دغه شمېر کسان موجود دي.

نومړي ویلي چي په وروستي ځل چي یو بندي خپل هیواد ته سپارل شوی، نو هغه د تیر کال په سپتمبر میاشت کي د (عمر خضر 26 کلن) په نامه یو کس وو، چي خپل هیواد کنډا ته وسپارل شو، او اوس هم هلته بندي دي.

باید وویل شي چي امریکا د 2001 کال څخه په کیوبا کي په غیر مشروعه توګه د نړی د هر قانون په خلاف زندان جوړ کړی، او په هغه کي جنګي بندیان بی له محکمې ساتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x