ادبي لیکني

زه شعر نه لرم، شاعر نه یم!

اتل مشواڼی

کلیمو ته رنګیني څنګه ورکړم؟د درد د انځور ماهر نه یم، له ما خبرې تتې شي، ستونی مې بند شي! دردېدلی یاره! زه غواړم چې ستا نا محسوس درد محسوس شي، خو! خو زه څه وکړم زه شعر نه لرم،شاعر نه یم
.
ستا اور خوړلې ډانچې ته، اوس د شعر وفا پاتې نه ده، هاغه پر نورو نخرو سر دی، له کلیوالي ژونده، له خړو کورونو اوس د نېټ غېږ کې نڅاګر ژوند لري. زه درته څه ملامت یم، نو زه ولې ملامت یم!؟ زه خو شعر نه لرم شاعر نه یم!
.
خلک هسې له ما ګیلې کوي، ما پړ ګڼي، ما مړ بولي! زما خاموشي ته بدګومانه دي.د ژوند فلسفه له ما لوړه ده، زه د ژوند د پراخ ډګر کوچنی مسافر یم، منزل له ټولو ورک دی،زه یې هم نه وینم. بلا سرګردان یم ورپسې! یوه ژمنه در سره کولای شم، که مې وموند، خامخا به یې درښيم! خو زه څه وکړم زه شعر نه لرم، شاعر نه یم!
.
په سترګو کې انځورونه ډېر دي،ورېځ، اسمان، غرونه، روانې اوبه دا څومره ډېر دي، ته هم ورته ګورې، زه یې هم وینم، زما او ستا توپیر څه دی؟ زړه؛ دا نورو خلکو ته وګوره! زما او د هغوو توپیر څه دی، بیا ولې هاغه څه را نه غواړې؟ چې له دوی یې نه غواړي.خلک درد ته ژاړي، څوک پرې خوښ وي، خو ته هم ژاړې او هم ناکرار یې! زه درته بې وسه یم، ناچاره یم، چې درته ووایم: زه شعر نه لرم، شاعر نه یم
.
دا خو د شعر خبرې هم نه دي، دا به څنګه ښکلا پیدا کړي!؟ زه ماشومې کړیکې ته کوم تال جوړ کړم! د تورسرې ښېراوې کوم وزن کې راولم!؟ د لړې دوړې باروتي بوی له کوم نګهت سره تشبېه کړم!؟ زه دا ویرونه، ژړاګانې،بېوسۍ او دردونه په کوم ژانر کې وپېيم! نه، نه دا زما د وس خبره نه ده!! نه! نه! زه شعر نه لرم، شاعر نه یم!
.

اوس احساسونه ډېر درانده ویده دي، زموږ تیاره بخت لمر نه لري، خپل وجود مو اَرو وېشلی، له خپلو غړيو خبر نه لروو، له خپل زړه مرور ژوند تېروو! هغه یون چې په یوه هوډ او یوه ارمان مو پیل کړی و، نن هوډونه جلا شول، ارمانو خاورې،ایرې ښکاري! زه ښه پوهېږم، زموږ شهیدان له موږه مرور دي! زه ښه پوهېږم پر دې لار تګ، را نه بېرته شاتګ غواړي! زه یې ارواوې وینم، زه یې ترنم اورم؛ خو زه شعر نه لرم، شاعر نه یم!
.
ته له ما ګیله مه کوه، له ما ځان ورک دی! بس که خاموشي کې راسره تګ کوای شې، مل مې اوسه! خو پام دې وي، چې نه به لنډۍ وي، نه غزلې! نه توللي الفاظ، نه شرنګېدلي غږونه! اوس دې خوښه! راسره ځې او که لارې بېلوې؟ ګوره له ما سره تګ درته ستونزمن دی!
زه شعر نه لرم، شاعر نه یم!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x