
واده د خوشحاله ژوند تر ټولو مهم سبب دی
په برتانیا کي تر سره شوي یوې وروستۍ څیړني دا په ډاګه کړې، چي واده د انسان لپاره تر مال او ماشومانو زیات د خوښی سبب ګرځي.
رسنیو د برتانیا د ملکي څیړنیز دفتر څخه په نقل ویلي چي هغوی په 165 زره کسانو څیړنه کړې، او د هغو څخه یی پوښتنه کړې، چي د خپل ژوند څخه څومره راضي دي، او خپل ژوند څومره قیمتي بولي، او څومره خوشحاله یا ناخوښه دي.
د څیړونکو د ډلي څخه یوه کس رسنیو ته ویلي چي مونږ ته دا معلومه سول، چي واده د انسان په ژوند کي ډیر ثبات راولي، او دا شعور ورکوي، چي دده ژوند یو قیمت لري. او زیاته کړې چي اولاد د مور او پلار مسؤولیت زیاتوي، چي له کبله یې هغوی باندي لږ فشار هم زیاتیږي.
نومړي ویلي چي اکثره خلګ د ژوند په ځوانی، او وروستي عمر کي ډیر خوشحاله وي، ځکه چي په دغه وختونو کي زیات مسؤولیتونه نه وي ور له غاړي، په داسي حال کي چي د عمر په منځني پړاو کي کسان د خپل ژوند څخه دومره نه وي خوشحاله، ځکه چي ددوی پر اوږو تر هر بل وخت د مسؤولیتونو بار ډیر وي.