نړۍ

د افغانستان څخه وتلی امریکایي عسکر فلسطین کې ووژل سو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): د امریکايي ځواک هغه ۲۹ کلن افسر په فلسطین کې وژل سوی چې د افغانستان او عراق د سختو جګړو څخه ژوندی وتلی وو.

تېره ورځ (سه شنبه، کب ۱۸مه) د اسرائیلو له لوري د فلسطین په غصب سوي «یافا» او «تاح تیکفا» سیمو کې څلورو فلسطیني ځوانانو پر اسرائیلو ډزي وکړي چې له امله یې یو تن امریکایي تبعه ووژل سو او ۱۳ اسرائیلیان ټپيان سول، د اسرائیلي ځواکونو په متقابلو ډزو سره څلور بریدکوونکي فلسطینان ووژل سول.

بیرټ کالډول چې ځان د وژل سوي افسر ملګری معرفي کوي د فیسبوک د ټولنیزي رسنۍ پر ویب پاڼه لیکلي چې وژل سوی افسر «ټایلور فورس» نومیږي او په ۲۰۰۹م کال کې د امریکا د پوځي اکاډمۍ څخه په افغانستان او عراق کې د جګړې د لومړۍ کرښي لپاره په پوځي صف کې په دنده وګمارل سو.

ټایلور فورس د امریکایي ځواک په «توپخانه کنډک» کې دنده ترسره کول.

په فلسطین کې پر اسرائیلي اتباعو بریدونه ډیر سوي او په دې وروستیو کې لسګونه اسرائیلیان د همدې بریدونو له امله وژل سوي او یا هم ټپيان دي، په تېرو دوو ورځو کې د بریدونو دغه لړۍ د اسرائیلو خاوري ته هم غځېدلي.

نن هم په جلا بریدونو کې یو اسرائیلي پوځي ټپي سوی او په متقابلو ډزو سره درې فلسطیني ځوانان وژل سوي دي، د تېرو دوو ورځو بریدونو اسرائیل له سختي ویري سره مخ کړي او د تل ابیب په شمول په ډیرو اسرائیلي ښارونو کې امنیتي تدابیر ټینک سوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

الحمدالله حمداا کثیراا طیبا مبارکا

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x