اوباما عبدالله ته: په اشرف غني کار مه لره

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، کب ۱۹مه، ۱۳۹۴ ل): تیره جمعه د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله سره په ویډیويي کانفرانس کې خبري کړې، او دواړو مشرانو سره یې د افغانستان په اړه خبري اتري کړي.

د پژواک خبري اژانس په وینا یوې سرچیني ورته ویلي چې په دغه کانفرانس کې باراک اوباما د ډاکټر عبدالله څخه غوښتي چې د افغانستان د اساسي قانون له مخي اشرف غني ولسمشر دی، او دی نه باید د هغه په کارونو کې مداخله وکړي، بلکي خپل واکونه اوصلاحیتونه دي وپيژني او د جان کیري په شتون کې ددواړو تر منځ توافقاتو ته باید پوره احترام وکړي.

باراک اوباما د افغانستان د سولي په پروسه کې د اشرف غني هڅي ستایلي او اجرائیه رئیس ته یې روښانه کړې چې اشرف غني دغه هڅي د امریکا په خوښه کوي.

نوموړي ډاکټر عبدالله ته زیاته کړې چې د سولي پروسې په اړه دده ځیني څرګندوني امریکا ته د تحمل وړ نه دي، او همداسي یې غوښتنه ځیني کړې چې د اشرف غني په چارو کې د مداخلې څخه ځان وژغوري، ځکه چې نوموړي د فساد پر ضد مبارزه کې ښه لاسته راوړنه لرلې او په لوړو دولتي چوکیو یې نوي کسان ګمارلي دي.

اوباما همداراز پر عبدالله واضحه کړې چې د جګپوړو چارواکو په مقرریو کې به یوازي له ده سره مشوره کیږي، دی حق نه لري چې د ولسمشر د صلاحیتونو پر وړاندي خنډونه رامنځته کړي.

د ډاکټر عبدالله سره د باراک اوباما دغه څرګندوني په داسي وخت کې رسنیو ته لار مومي چې د افغانستان د چارو کارپوهان او د امریکا استخباراتي او پوځي مشران دې قناعت ته رسیدلي چې دواړه مشران په دولتي چارو کې یو له بل سره ژور اختلافات لري او ډیر احتمال ددې سته چې حکومت یې سیاسي سقوط وکړي.

یاده دي وي چې په کابل کې وار له مخي د سیاسي سقوط د اوازو سره سم په سیاسي حلقو کې مختلف ټیمونه جوړ شوي او د حکومت د احتمالي سقوط په انتظار ناست دي.

بل خوا د امریکا پخوانی وزیر دفاع او په کانګریس کې د دفاعي کمیټې مشر د جنګ پلوه جمهوري ګوند غړي جان مکین کانګریس ته ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي جنرال سپارښتني جدي ونیول شي کنه امریکا به په افغانستان کې د ستراتیژیکي ماتي سره مخ شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محمد عبدالله
میلمه
محمد عبدالله

داسنګه خبر دی اولی برخی ته اوس وخاندو که وژاړو دا نو اوس دعبدانو ببیغرتی انتها نده؟
او دوهمی برخی ته ووایو چی حکومت سقوط نکوی اما که دسولی خبری همداسی مخکی لاړو نو دنوی بین الافغانی حکومت پخاطر امکان لری بل حکومت جوړ شی