ورزش

نړیوال جام: بنګلادیش او عمان خپلې سیالۍ وګټلې

چهارشنبه، کب۱۹مه ۱۳۹۴ل): د نړیوال جام په درېیمې او څلورمې سیالۍ کې عمان کرکيټ لوبډلې آیرلینډ او بنګلادیش هالینډ ته ماتې ورکړه او لومړنۍ بریاوې یې خپلې کړې.

دغه دواړه لوبې د هماچل پردیش ایالت د درمشالا په کرکيټ لوبغالي کې ترسره شوې.

د آیر لینډ او عمان تر منځ لوبه کې آیرلینډ پچه وګټله او لومړی توپوهنې پریکړه یې وکړله.

آیرلینډ چې په دوهمه درجه لوبډلو کې قوي لوری بلل کیږي په ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې جوړې کړې.

د ۱۵۴ منډو د پوره کولو په تعقیب کې عمان چې په دوهمه درجه لوبډلو کې نسبتا کمزوری دی، ډير ښه پیل وکړ. لومړنۍ ویکټ یې په ۶۹ منډو وسوځېدله او د لوبې د ګټلو تهداب یې کېښود.

عمان ټاکل شوی هدف د وروستي اور په څلورم بال پوره کړ. په وروستي اور کې ایرلینډ توپ اچوونکي دوه نوبالونه او په همدې بالونو دوه څلوریزې ووهلې.

تر دې وړاندې د بنګلادیش او هالینډ تر منځ لوبه کې بنګلادیش هالینډ ته په ۸ منډو ماتې ورکړه او دوهم پړاو ته د وتلو لاره يې یو څه ځانته اسانه کړه.

پچه هالینډ وګټله او د لومړي توپ اچونې پریکړه یې وکړه. بنګلادیش د تمیم اقبال د پیاوړې توپوهنې پر مټ ۱۵۳ منډې جوړې کړې. تمیم اقبال ۸۳ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د ۱۵۴ منډو په ځواب کې هالینډ ویکټې ژر ژر وغورځېدې او هېڅ یو لوبغاړي یې د پاموړ لوبه ونه کړله. هالینډ په ۲۰ اورونو کې ۱۴۵ منډې جوړې او په ۸ منډو یې لوبه بنګلادیش ته وبایلله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x