ورزش

نړیوال جام: هند او پاکستان تر منځ لوبه کولکتې ته انتقال شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه۱۳۹۴ل): د کرکیټ نړیوالې شورا د پاکستان او هند تر منځ په نړیوال جام کې ترسره کېدونکې سیالۍ د لوبغالي د بدلولو رسمي اعلان وکړ.

د کرکيټ نړیوالې شورا اجرائیه رییس ډيو ریچرډسن پرون چهارشنبه یوې خبري ناستې د پاکستان او هند تر منځ سیالي له درمشالا پر ځای کولکتې کې د ترسره کېدو اعلان وکړ.

هغه وویل چې د کرکيټ نړیوال شورا او د هند کرکټ بورډ ستونزې درک کوي او د سیالۍ سیمه يې هم د پاکستان په غوښتنه او ځينو نورو لاملونو له کبله تبدیل کړه.

ریچرډسن وویل چې د لوبغالي د بدلولو پریکړه یې له دې کبله وکړه څو سیالي په سولییزه فضا کې ترسره شي.

د کرکټ نړیوالې شورا دغه پریکړه په داسې حال کې کوي چې د هماچل پردیش ایالت اعلی وزیر پاکستان لوبډلې ته د امنیت ورکولو څخه ډډه وکړه چې له کبله یې پاکستان هند ته د خپلې لوبډلې له لېږلو پریکړه وکړه. همدا راز د امنیتي حالاتو د څېړلو په موخه یې درمشالا ته خپل امنیتي کسان ولېږل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x