ټکنالوژي

سست کمپیوتر مو په څو دقيقو کې تېز کړئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه ۱۳۹۴ل): که پخوانی سست او ورو کمپیوتر لرئ او غواړئ چې تېز يې کړئ نو یوې امریکايي کمپنۍ یې لاره چاره موندلې ده.

نیوویر کمپنۍ داسې سافټ ویر تیار کړی چې د لسیزې پخواني وینډوز یا ايپل کمپیوترونه په کلاوډ کمپیوتر تبدیلوي.

دا سافټ ویر پخواني کمپیوترونه د کروم په اپریټینګ سستم بدلوي.

د یاد سافټ ویر نوم کلاوډ ريډي دي چې پر مټ یې پخواني کمپیوترونه تيزیږي. هغه داسې چې د کمپیوتر اپریټينګ سستم په کروم اپریټینګ سستم بدلوي چې له مخې يې بیا ډير قوت، منابعو او دروند اپریټينګ سستم اړتیا نه وي.

کلاوډ وییر سافټ ویر د شخصي استعمال لپاره مفت دی. تاسو کولای شئ چې له دې لینک له لارې یې یو ایس بي ته په ۴۲ دقيقو کې ښکته کړئ.

د دې لپاره تاسو ۸ یا ۱۶ جي بي یو ایس بي، یو ليپ ټاپ یا کمپیوتر چې لس کلونو څخه ډير زوړ نه وي او جي میل ادرس ته اړتیا لرئ.

د سافټ ویر د انسټالیشن نه وړاندې د ټولو مهمو معلوماتو بیک اپ backup جوړ کړئ، په کلاوډ ویر خپل کمپیوتر وګورئ چې ستاسو په کمپیوتر کې کار ورکوي یا نه او تر هغه وروسته ډاونلوډ پیل کړئ.

نور تفصیلاتو لپاره لاندې ویډيو هم کتلای شئ:

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed hassan shah dadat

proud of u that u provided this best teacnoloy’s info
Thanks

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x