ورزش

استرالیا له جنوبي افریقا څخه د شل اوریزو لوبو سیریز وګټلو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه ۱۳۹۴ل): استرالیا کرکټ لوبډلې د شل اوریزو درې لوبو سیریز کې جنوبي افریقا ته په وروستۍ لوبه کې په شپږو ویکټو ماتې ورکړه او سیریز يې په ۲-۱ لوبو وګټلو.

نننۍ سیالۍ کې پچه جنوبي افریقا وګټله او د لومړي توپوهنې پریکړه يې وکړه.

جنوبي افریقا د هاشم املا د پیاوړې توپوهنې پر مټ ۱۷۸ منډې جوړې کړې او استرالیا ته یې ستر هدف وټاکه.

هاشم املا د ۸ څلوریزو او ۴ شپږیزو پر مټ ۹۷ منډې جوړې کړې او تر پایه ونه سوځېده.

استرالیا ټاکل شوی ۱۷۹ منډې هدف د وروستي اور په دوهم بال پوره کړ. اسمت۴۴، شین واټسن ۴۲ او عثمان خواجه ۳۳ تېزې منډې جوړې کړې.

هاشم املا د نننۍ لوبې او ډيويډ وارنر د سیریز د ښه لوبغاړي په توګه ونومول شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x