د بهرامچې څخه پاکستاني پوځیان په زور ویستل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په دې وروستیو کې یوه ویډیو خپره شوه چې ترې څرګندیدله، پاکستاني ځواکونو د هلمند د دیشو ولسوالۍ د بهرامچې ځينې سیمې نیولي، بیرغ یې پورته کړی او پوځي مرکزونه یې په کې جوړ کړي دي.

نن ټکی اسیا د دغه خبر په اړه د سیمې له اوسیدونکو او یو شمېر سرچېنو سره اړیکې ونیولې. نن ټکی اسیا ته را رسېدلي راپورونو له مخې د بهرامچې سیمې نیول کېدل تر ډیره بریده د حقیقت سره سمون نه خوري او هلته د پاکستاني پوځ مرکزونه نشته دی.

یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې په افغانستان د امریکايي یرغل او د افغانستان اسلامي امارت د ړنګېدو سره له طالبانو د افغانستان کابو ټولې سیمې د لاسه ووتلې، خو بهرامچه یواځېنۍ غرنۍ او لرې پرته سیمه وه چې طالبانو تر لږ ځنډ وروسته ونیوله او مهم مرکزونه یې په کې تاسیس کړل.

یاده سرچېنه زیاتوي چې د ۲۰۰۸م کال په اوږدو کې د پاکستان پوځ په بهرامچه کې پرمختګ وکړ او د افغانستان خاورې ته ننوتل، خو کله چې پاکستاني پوځ هلته د مرکزونو په جوړولو پیل وکړ نو د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شول او په پای کې د دواړو لورو تر منځ خونړۍ جګړه رامنځته شوه. په دغه جګړه کې د پاکستان د پوځ ۱۳ عسکر ووژل شول، یو شمېر نور یې ټپیان شول، شاتګ یې وکړ او د افغانستان نېول شویو سیمو په پرېښودلو مجبور شول.

د عبدالاحمد په نوم د بهرامچې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي نن ټکی اسیا ته وویل چې په ۲۰۱۰ز کال کې امریکایې ځواکونو په دغه سیمه کې هوایې او ځمکني عملیات پيل کړل، چې له کبله د بهرامچې بازار او شاوخوا ټول کلي ونړول شول، د سیمي خلک ټول په تېښته د پاکستان ګردجنګل او د افغانستان نورو سیمو ته مهاجر شول.

هغه زیاتوي د بهرامچې بازار تر نړیدو او عملیاتو پای ته رسېدو ورسته د سیمي خلکو او دوکاندارانو د بهرامچې په هغه سیمه کې چې اصلاً د افغانستان خاوره ده خو د نامعلومه مودې څخه د پاکستان تر کنترول لاندې وه نوی بازار جوړ کړ، چې د وخت په تېریدو سره فعال او ورسره ورو ورو پر دغه سیمه طالبانو خپله ولکه ټینګه کړه.

د عبدالاحمد د معلوماتو پر بنسټ د کلونو په تېریدو سره دغه سیمې چې پخوا د پاکستاني ځواکونو تر کنترول لاندې وې د سیمي خلکو او طالبانو بېرته ونیولې او پاکستاني پوځ شاتګ وکړ.

هغه وايي چې اوس یوځل بیا د بهرامچې هغه پخوانی بازار چې امریکایې ځواکونو نړولی وو فعال شوی چې له کبله یې دغه نوی بازار کمزوری شوی دی او راکړه ورکړه تر پخوا پکې لږه شوې ده.

نن ټکی اسیا ته د سیمې ځینو اوسیدونکو د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د بهرامچې دغه سیمه اصلاً د افغانستان خاوره ده خو د نامعلومې مودې څخه پاکستاني ځواکونه ورباندي واکمن وه او یو ځل بیا سیمه ییزو خلکو او طالبانو د پاکستانیو ځواکونو څخه بېرته ونیوله.

د «ګوګل» د ناسمې نقشې له مخې د بهرامچې دغه سیمه د پاکستان خاوره ده، خو سیمه‌ییز خلک وايي چې دا د افغانستان خاوره ده او دوی یې پخوانی قبالې لري. دوی وايي ځکه اوس پر دغه سیمه لانجه راپورته شوې ده.

یوې طالب سرچېنې نن ټکی اسیا ته د بهرامچې د نیولو په اړه وویل چې څه موده وړاندې پاکستاني ځواکونه دغه سیمې ته ننوتل او یو لړ مراسم يې جوړ کړل. هغه وايي چې دغه ویډيو هم ښايي د هغو مراسمو وي.

سرچېنه زیاتوي چې پاکستاني ځواکونو د بهرامچې په څو کلیو کې خپل بیرغونه جګ کړل خو د سیمي خلکو او طالبانو په داسې حال کې دغه بیرغونه ښکته کړل چې کفنونه یې اغوستي او په وسلو سمبال وه.

د سیمي خلکو غبرګون ته په کتو سره پاکستاني ځواکونه دغه سیمه (د بهرامچې نوي بازار سیمه) چې وړاندي ددوی په کنترول کې وه، وتلي او سیمه یې پرېښې ده.

تر دغې پېښې وروسته بیا پاکستاني ځواکونو افغان خاوري ته نه دي ننوتي.

ځایې خلک وایې چې دغه سیمه لانجمنه ده او پاکستاني ځواکونه کوښښ کوي چې دلته د افغان خاورې سره سرحد معلوم کړي. خو ځایې خلک او طالبان پاکستانیو ځواکونو د خندق کیندلو اجازه هم له دې کبله نه ورکوي چې د پاکستان او افغانستان د ولسونو تر منځ د ډیورنډ پر کرښې لانجې لا هم موجودې دي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
saeed tasal
میلمه

خه خبره ده مونگ لا پخوا نه مطمءنه وو