نړۍ

په صومال کي د امریکا یوه بله ډرون الوتکه را غورځېدلې

نن ټکی آسیا: دامریکا یوه بی پلوټه الوتکه (ډرون) د صومالیا په ځمکه کي را غورځېدلې.

په صومالیا کي د پت لاند په نامه د ولایت وزیر ویلي چي الوتکه د (قاو) په سیمه کي را وغورځېده، کومه چي د ولایت د پلازمیني (بوساسو) څخه شل کیلومتره غرب ته پرته ده.

ویل کیږي چي امریکايي فوځ په صومالیا کي د افریقا د شرقي سواحلو نګراني د ډرون الوتکو په ذریعه کوي، او په ورته وخت کي په صومالیا کي د جهادي ډلي الشباب غړي هم په نښه کوي.

باید وویل شي چي تیره اونۍ کي هم د امریکا یو ډرون الوتکه په صومالیا کي د مجاهدینو په ډزو را غورځېدلی وه، چي انځورونه یې بیا د الشباب نامي جهادي ډلي په خپل ټویټر اکاونټ کي نشر کړي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x