افغانستان

په پاکستان کې تداوي سوی افغانی عسکر افغانستان ته وسپارل سو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د افغانستان یو عسکر چې د ټپي کېدو وروسته د پاکستان په پوځي روغتون کې تر تداوي وروسته تېره ورځ د تورخم له لاري افغانستان ته وسپارل سو.

د پاکستاني رسنیو په قول دغه عسکر چې نوم یې عالم زیب وو، په کونړ کې د طالبانو سره په جګړه کې ټپی سوی وو، او بیا د افغانستان د حکومت په غوښتنه پاکستاني ځواکونو د تداوي لپاره روغتون ته رسولی وو.

د پاکستان یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي: عالم زیب د افغانستان د حکومت په غوښتنه د پاکستاني پوځ له لوري په پيښور کې پوځي روغتون ته یووړل سو، او هلته ورته ټول ممکن طبي امکانات ورکړل سوه، تر لس ورځو تداوي وروسته نن په تورخم کې افغان لوري ته وسپارل سو.

د پاکستاني رسنیو په قول د سرحدي ځواک جګپوړي مشر میجر توقیر نوموړی عسکر افغان لوري ته وسپاری.

بل خوا ته د افغانستان د سرحدي ځواکونو مشر قومندانانو د پاکستان د پوځ څخه مننه کړې چې ددوی یو عسکر یې د افغانستان له خاوري پاکستان ته د تداوي لپاره انتقال کړ، او هلته یې تر تداوي وروسته بیرته دوی ته وسپاری.

د پاکستان مشهوري انګریزي ورځپاني دي نیوز ویلي دا لومړی ځل نه دي چې د افغانستان عسکر په افغانستان کې تداوي کیږي، بلکې ددې تر مخه هم ډیري داسي سوي چې افغاني عسکر دي په پاکستان کې تداوي سوي وي.

د تېر کال ۲۰۱۵ د اکتوبر په ۶ نیټه هم یو عسکر د مومند تحصیل په سیمه کې د پاکستاني ځواکونو په پوستو کې د پنډکس څخه تر عملیات وروسته افغانستان ته وسپارل سو، نوموړي په دغه سرحدي پوستو کې څو ورځي تیري کړي وې. ویل کیږي چې دغه عسکر په خپله پوسته کې د پنډکس په درد اخته سوی وو او بیا یې قومندان د پاکستاني عسکرو څخه کومک غوښتی وو.

که څه هم پاکستانی اړخ خپل دغه ډول مرستي داسي تعبیروي چې دداوړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو تر منځ هم آهنګي زیاته سوې خو بل اړخ ته د ولسمشر غني په مشري دملي امنیت شورا په وروستۍ غونډه کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان د مسلسل سرغړونو په هکله اندېښنه ښودل سوې او داسي هم ویل سوي چې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د ډیورنډ د بلي غاړي څخه د افغانستان په لوري را اوښتي الوتکي باید سمدستي وویشتل شي او هري سرغړوني ته یې جواب ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x