
غزل:هدايت الرحمن غريبيار
هدايت الرحمن غريبيار
ختمه مې نه کړله لا خپله غريبي صنمه
هسي په دار مې کړه د ګل غوندې ځواني صنمه
د پردي ښار ، په مزدورو کې زړه چاودلى ښه يم
تا رانه ولي غوښته هر وختي بنګړي صنمه
د يوې سترګې خوب په غيږه کې سحر شو دادى
په ما کې ورک نه شوه د تور ماښام لوګي صنمه
په تيرو شوو پسرليو پسې مه ګرځه خو
ماته مې راکړه زما خپله خوشالي صنمه
ولي مو سر ټيټ کړو د بل د دروازې په خوله کې
ولي مونږ پريښوده د يو خداى بنده ګي صنمه ?
تا څه ليدلې چې باران کې مزدوري څنګه وي
تا څه ليدلي ده وطن کي مجبوري صنمه
يه غريبياره د غربت رنګ يې څيرو کې ښکاري
کاسه نيولي ده لاسو کې هر سړي صنمه