شعـــــرونه

ړنګ وجود: رياض الله ماليار

رياض الله ماليار

د ژوندانه له هر امکانه را پرېوتی ومه
ذره ، ذره وم له اسمانه را پرېوتی ومه

سپېره،سپېره شګو کې پروت څړیکو اخستی ومه
مات شوی زړه وم له انسانه را پرېوتی ومه

پوهېږې! څه ومه جنون ومه نو څه به ومه؟
رېښې ،رېښې دې له ګرېوانه را پرېوتی ومه

شکر په دې چې د کوم چا راته اړتیا ونه شوه
شکر په دې چې له خپل ځانه را پرېوتی ومه

باور دې وشه که مې هېڅ ځانته پام شوی هم وی
چې تاته څومره په آسانه را پرېوتی ومه

مالیاره! پام کوه مالیاره! سترګې وغړوه
تر څو چې تا ویل جانانه را پرېوتې ومه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x