
د پاکستان لومړی وزير او لوی درستيز سعودي عربستان ته رسېدلي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزير نواز شريف او لوی درستيز جنرال راحيل شريف د پاکستان او سعودي عربستان د ګډو پوځي مانورو وروستۍ ورځې پرورګرام کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان حفر الباطن ته رسېدلي دي.
د نواز شريف په مشرۍ د پاکستان پلاوی تېره شپه ناوخته شاه سعود نړيوال هوايي ډګر باندې کوز شو او هلته يې د سعودي مرستيال ولي عهد او دفاع وزير محمد سلمان هرکلی وکړ.
نواز شريف سره په دې سفر کې لوی درستيز جنرال راحيل شريف او بهرنيو چارو لپاره د صدر اعظم مرستيال طارق فاطمي هم ملګري دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا پاکستاني پوځيان د سعودي عربستان په مشرۍ د ۲۱ هېوادونو په پوځي مانورو کې ګډون لري او نن يې وروستۍ ورځ ده.
د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغو پوځي تمرينونو موخه دا ده، چې د «ترهګرو» پر ضد د سعودي عربستان او همکارو هېوادونو پوځونه لا غښتلي شي.
له دې وړاندې هم پاکستان او سعودي عربستان د «ترهګرۍ ضد» او ګڼو نورو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي دي.
د پاکستان حکومت څو څو ځله داسې څرګندونې کړي، چې په سيمهييزه او نړيواله کچه سعودي عربستان ته د هر ډول ګواښ ځواب به پاکستان وايي.
د سعودي رسمي خبري اژانس د وينا له مخې په دغو پوځي مانورو کې چاډ، مصر، اردن، ماليزيا، مراکش، سينيګال، تونس او پاکستان شامل دي.
د سعودي رسمي خبري اژانس په وينا د دغو ځمکنيو، هوايي او سمندري تمرينونو موخه دا ده، چې خلکو ته وښيي، رياض او ايتلافيان يې د سولې او امنيت پر وړاندې د هر ډول ګواښ ځواب ويلی شي.
سعودي عربستان د ۲۰۱۴م راهيسې د امريکا په مشرۍ د داعش ضد ايتلاف مهم غړی دی، له تېر يو کال راهيسې يمن کې د حوثي ملېشو پر ضد د عربي هېوادونو د ايتلاف مشري کوي او تېر ډيسمبر کې يې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان په مشرۍ د ۳۵ اسلامي هېوادونو ترهګرۍ ضد ايتلاف جوړوي.
د سعودي عربستان په مشرۍ د ۲۱ هېوادونو نظامي عمليات د تېرې فبروۍ په پنځلسمه په داسې وخت کې پيل شوي وو، چې د سعودي دفاع وزارت ترکيې ته خپلې جنګي الوتکې د دې لپاره ولېږلې، چې د سوريې شمال کې ترکيې سره په ګډه د داعش پر ضد ځمکنۍ او هوايي جګړه پيل کړي.