افغانستان

اروپايان: د پناه غوښتونکو په اړه د ترکيې او اروپا تړون د «سلطان اردوګان» بريا ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل):  اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو او د اروپايي هېوادونو د بنديزونو په اړه څه موده وړاندې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان اروپايي هېوادونو ته ګواښ کړی و، که د پناه غوښتونکو په اړه د ترکيې غوښتنې ونه منل شي، نو ټوله اروپا به له پناه غوښتونکو ډکه کړي.

د اردوګان له ګواښ وروسته اروپايي هېوادونو ترکيې سره د پناه غوښتونکو په اړه په يو شمېر مسئلو سلامشورې کړي او په دې اړه يې تړون هم لاسليک کړی دی.

اروپايي پارلمان د پناه غوښتونکو په اړه پر دغه ابتدايي تړون سختې نيوکې کړي دي. اروپايي پارلمان کې د لېبرالانو ډلې مشر ګای وېرهوفسټېډ ويلي: «په دغه تړون کې د اروپا کيلي سلطان اردوګان ته ورکړل شوې ده.»

ځينو غربي رسنيو هم ويلي د لکونو خلکو پناه غوښتل به د اروپا د ويجاړېدو لامل شي او د دغې ستونزې د حل کيلي له ترکانو سره ده.

د اروپايي هېوادونو ګډ پارلمان ښي اړخو او شپيانو يو شمېر مهمو غړو هم بروکسل کې د ترکيې او اروپايي اتحاديې ترمنځ پر شوي تړون سختې نيوکې کړي دي.

د اروپا او ترکيې ترمنځ ابتدايي تړون کې راغلي، چې د کډوالو په اړه بايد اوسنی حالت کې بدلون راشي او اروپا ته د تلونکو کډوالو په اړه پرېکړه شوې، چې يونان ته رسېدلي کډوال به بېرته ترکيې ته لېږل کيږي.

په مقابل کې ترکيې غوښتنه کړې، چې د سوريې جګړې له امله ترکيې ته مهاجر شوو کډوالو لپاره بايد اروپايي ټولنه شپږ ميليارده يورو مرسته وکړي.

د شپږ ميليارده يورو سربېره ترکيې ټينګار کړی، چې د اروپا شينګن سيمې ته د ترکانو د سفر پر مهال بايد د ويزې شرط له منځه ولاړ شي او اروپايي اتحاديه کې د ترکيې دايمي غړيتوب لپاره بايد هڅې نورې هم ګړندۍ شي.

د يادو غوښتونو او ميلياردونو ډالرو په مقابل کې به ترکيې ټولو هغو کډوالو ته په ترکيه کې ځای ورکوي، چې په ناقانونه توګه يونان ته تللي او په دغو کډوالو کې د سوريې له جګړو تښتېدلي کډوال هم شامل دي.

د ترکيې شرطونو په اړه د اروپا د ولسي ګوند مشر منفرېډ ويبر وايي، چې به دغه تړون کې ترکيې ته  «د بانک خالي چېک» ورکړل شوی دی.

د سوشلېسټ ګوند مشر ګياني پټيلا هم د اروپا او ترکيې ترمنځ پر شوي تړون نيوکې کړي او زياته کړې يې ده، چې «د پناه غوښتونکو په اړه مذاکرات او اروپايي اتحاديې کې د ترکيې ګډون بايد سره يو ځای نه شي او هره موضوع بايد جلا جلا وڅېړل شي.»

د فرانسې ښي اړخي سخت دريځي ګوند مشرې مارين لوپن پر دغه تړون د خپلو نيوکو په ترڅ کې ويلي: «اردوګان تاسې غلط کړي ياست او له دې لارې مو د تباهۍ کندې ته ورټېل وهي او تاسې دغسې يو هېواد ته په اروپايي اتحاديه کې يو ځای ورکوئ؟»

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x