څېړنه: د ملي اردو وضعیت د اندېښنې وړ دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): د «اې آر ای يو» په نوم نړیوال بنسټ وايي چې د دوی د څېړنو له مخې د ملي اردو وضعیت خورا د اندېښنې وړ دی.

دغه بنسټ پخپله ترسره کړې څېړنه کې ويلي چې د دوی د څېړنې مطابق وروسته له هغه چې د طالبانو جګړې زور اخیستی د ملي اردو روحيه سخته ځپل شوې ده.

د سرچېنې په قول دوی د ملي اردو له عسکرو، د هغوی له منسوبینو او هغو کسانو چې له دوی سره اړیکي لرې یا يې عسکر په سیمه کې مېشت دي پوښتنې کړې او د دې پوښتنو پر بنیاد يې دا څېړنه برابره کړې ده.

وړاندې د ملي اردو د روحیې د ځپل کېدو په اړه په څېړنه کېويل شوي چې په د ۲۰۱۵ کال کې د طالبانو له لوري د بریدونو ډېرښت، د خیالي عسکرو تبلیغات او د پوځ په لوړه سطحه د پوځيانو پر ځای د سیاسيونو مقرري هغه څه دي چې ملي اردو يې له پښو غورځولې ده.

دغه څېړنه کاږي: «په ملي اردو کې پر لوړو څو کیو تر سیاسي نفوذ لاندې کسان ټاکل کېږي، چې قومنداني يې مناسبه نه وي، دا هم هغه څه دي چې د پوځ روحیه يې کمزورې کړې ده.»

د «اې، آر، ای، يو» په نوم دغه نړیوال بنسټ په داسې حال کې د ملي اردو د ضعف اعتراف کوي چې ویل کېږي د طالبانو راتلونکي کلني عملیات به تر روانو هغو توند او په پراخو ساحو کې وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د