افغانستان

د ګریشک جګړه دویمې ورځې ته وغځېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): تېره ورځ سهار شپږ بجې يو شمېر بريدګر د ګرېشک ولسوالۍ مهمو دولتي تاسيساتو ته ننوتي او تر اوسه يې بريدونه روان دي.

د ګرېشک ولسوالۍ سرچينې وايي، چې په دغو بريدونو کې ګڼو دولتي مامورينو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ګريشک چارواکي زياتوي، چې طالبانو تېره ورځ سهار شپږ بجې د ولسوالۍ مرکز او امنيته قوماندانۍ په ګډون په څلورو ځايونو کې هممهاله بريدونه پيل کړي دي.

د ګريشک ولسوال محمد شريف ويلي، چې بريدګر يوه پنځه پوړيزې وداڼۍ ته ختلي او له هغه ځايه پر دولتي ودانيو ډزې کوي.

د هلمند امنيتي چارواکي زياتوي، چې په درې ځايونو کې جګړه پای ته رسېدلې او اوس په څلورم ځای کې له بريدګرو سره جګړه روانه ده.

ګريشک کې د ځانګړو پوځونو قوماندان فرهاد وايي، چې تر اوسه پنځلس بريدګر وژل شوي، مګر د هلمند ځايي خبريالان د قوماندان فرهاد ادعا ردوي او وايي، چې تر اوسه يوازې پنځه بريدګر وژل شوي دي.

د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، مګر د لښکرګاه دولتي روغتون سرچينې وايي، چې تر اوسه له شلو زيات ټپيان وروړل شوي او د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپانه کې څرګنده کړې، چې د دوی سرتيري ملګري اوس په هم جګړه بوخت دي او د ګرېشک ولسوالۍ مرکز، امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت اداره يې د بريد هدف دي.

د احمدي په وينا په دغو بريدونو کې ګڼو دولتي مامورينو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x