
افغانستان
افغانستان له هند سره د ۹۲ کوچنیو پرمختيايي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان له هند سره د ۲۰۴ ميليونه ډالرو پر ارزښت دوولس هوکړه لیکونه لاسلیک کړي، چې پر اساس به يې ۹۲ کوچنۍ پرمختيايي پروژې پلي شي.
له اجراییه ریاسته خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې دغه هوکړه لیکونه په کابل کې د هند سفیر من پیردوهورا او اجراييه رییس تر منځ لاسلیک شول.
عبدالله عبدالله د دې پروژو په اړه وویل چې که شفافې تطبیق شي لویه لاسته رواړنه مو درلودلې وې.
د هغه په خبره دا پروژې به په هغو ولایتونو کې تطبیق شي چې په دې وروستیو کې له نړیوالو مرستو څخه بې برخې پاتې شوي دي.
عبدالله عبدالله ويلي چې دا پروژې به د لوړه زده کړو، پوهنې، کرنې، کډوالو چارو ټولنیزو چارو، ښځو چارو او فواید عامې وزارتونو له لوري پلي شي.
تر دې وړاندې هم هند له افغان حکومت سره په بیا رغونه کې د پام وړ مرستې کړې دي، چې د ملي شورا د ودانۍ جوړول او د سلما بند چارې يې د یادولو وړ دي.