نظــر

د سولې دروغجنه پروسه

کله چې صلیبی نیواکګرو د ستر فرعون بوش په مشرۍ او د نورو غربی ډیموکراټانو په همکارۍ سره د افغانستان په حریم باندې یرغل وکړ او د افغانستان د مظلوم ولس په زخمونو یی یو ځل بیا مالګې ودوړولې او له هیوادوالو څخه یی آزادی او سوله وتروړله او د افغانستان اسلامی امارت یی را وپرځولو ترڅو چی د افغانستان غیور ولس هم د ډیموکراسۍ په بویګن ډنډ کی غوپه کړي نو د دغه شوم هدف لپاره یی د خپل وس په اندازه هر ډول منډې ترړې وکړې چې د هغوی له جملې څخه زمونږ د هیواد داخلي لاسپوڅو چی د ډالرو په مقابل کی د خپل ایمان او ناموس څخه تیر شول او ګران هیواد یی هم په صلیبیانو باندې وپلوره او داسې په غرور سره یی زمونږ په حریم باندې قدم  را کیښود چی په تاریخ کی ساری نه لري

او داسې دروغجن تبلیغات یی کول چی نن ورځ هغه ټول په صفر کی ضرب شول د وخت په تیریدو سره د افغانستان د اسلامی امارت د سرښندونکو مجاهدینو له لوری د الله په فضل او کرم سره داسې غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شو چی نړیوال هم ورته ګوته په غاښ شول او د صلیبی نیواکګرو غرور یی مات کړ او د خپل سر په کاسه کې یی اوبه ورکړې چی دوی هیڅکله هم داسې فکر نه و کړی چی داسی غبرګون سره به مخامخ کیږي.

اوس به راشو د سولې دروغجنې پروسې ته چی تقریبا د 2005 م کال را پدیخوا یی هره ورځ د مزدورو رسنیو له خولې اورو، کله چی د افغانستان اسلامی امارت د سیاسو چارو کمیسون خپل پرمختګ اعلان کړ او نړیوالو ته یی وښودله چی اسلامی امارت نه یوازې دا چی په نظامی چارو کی پرمختللی دی بلکې سیاسی چارې هم په ښه توګه ترسره کولی شي نو د کرزی د اجیرې ادارې د کارکوونکو خوله ورپټه شوله چی هر وخت به یی د افغانستان په اسلامی امارت باندې نیوکې کولې چی دوی په حکومت باندې نه پوهیږي او نه په سیاسی چارو کی پرمختګ کولی شی یوازې او یوازې نظامی پرمختګ یی کروړلی دی، لکه څرنګه چی د افغانستان اسلامی امارت په نړیواله سطحه باندې ځینو کنفرانسونو ته دعوت شوی ؤ چی خپل دریځ نړیوالو ته وړاندې کړي او دا یی هر وخت په ډاګه کړې دی چی د افغانستان اسلامی امارت د ګران هیواد لپاره سوله (ارامی) غوښتونکی دی پداسی ډول سره چی حق حقدار ته وسپارل شی او د هیچا سر او مال ته پکې ګواښ نه وي او د هیچا حق پایمال نه شي او د کرزی د اجیرې ادارې په اړه یی هم خپل دریځ څرګند کړی دی چی تر څو د هغه صلیبی  باداران له ګران هیواد څخه پښې سپکې نه کړي نو په هیڅ صورت کی به له لاسپوڅي کرزی سره خبرې اترې ونه کړي خو دا چی کرزی وخت په وخت د هیوادوالو سترګو ته خاورې ورشیندې او نه غواړی چی هیوادوال په ارامی سره ژوند وکړي او پړه یی بیا په امارت باندې وراچوي، که څه هم چی د اسلامی امارت تقریبا دوه کاله مخکې خپل سیاسی دفتر خلاص کړی دی او زیات پرمختګ یی کړی دی خو لاسپوڅی کرزی بیا دعوه کوي چی امارت ته به مونږ هیڅکله دفتر خلاص نه کړو ترڅو چی له مونږ سره خبرو اترو ته تیار نه شي او بله دا چی کرزی ډیرې منډې ترړې وکړي چی د امارت د سیاسی دفتر لپاره یو لوی خنډ شي خو متأسفانا چی خپل کرغیړن هدف ته ونه رسید، لکه څرنګه چی کرزی څو ځله په دروغو سره دعوه وکړه چی د اسلامی امارت لخوا دوی ته د اخبرو اترو وعده ورکړل شوې ده او د څو کلونو راپدیخوا له دوی سره په تماس کې دي او د اسلامی امارت له لوری بیا دغه دروغجنه او یوه طرفه دعوه په سختو ټکو سره غندل شوې ده، که چیری دیو څوک د سالم عقل خاوند وي نو هیڅکله به د لاسپوڅي کرزی په دغه ناوړه څرګندونو ونه غولیږی ځکه که چیرته عالیقدر امیرالمؤمنین او د اسلامی امارت کارکوونکي د خپل قدرت د لاسته راوړلو په تکل کی وای نو د کله چی صلیبیانو په افغانستان باندې یرغل کولو نو همغه وخت به یی د دوی غوښتنې منلې وای اوس به یی بیغمه مزې او چړچې کولې دغه دولس کاله قربانی ورکولو او شهیدانو ورکولو کونډې او یتیمانو پیداکیدلو ته څه ضرورت ؤ؟؟؟ خو دا به یی ورسره منلې وای چی مونږ ستاسې غلامان یو او تاسط زمونږ باداران یاست هر څه چی وایې مونږ یی د سر په سترګو منو هم به یی قدرت موجود ؤ او هم به دومره کړیدلی نه ؤ، هیڅکله داسې نه شی کیدلای چی اسلامی امارت د د چوکۍ ترلاسه کولو لپاره وجنګیږی او د لاسپوڅی کرزی او د هغه د انډیوالانو په څیر له خپل ایمان او وجدان څخه ناچیزه ډالرو په مقابل کی تیر شي خپل ننګ او ناموس په صلیبیانو باندې وپلوري اسلامی امارت د الله جل جلاله په فضل او کرم سره  د اولې ورځې څخه تر نن ورځې پورې په خپل دريځ باندې د یو لوی غر په شان کلک ولاړ دی او هیڅکله به د صلیبیانو او د هغوی د لاسپوڅو په دروغجنو وعدو باندې ونه غولیږی تر څو چی په ګران هیواد کی یو خپلواک اسلامی امارت یو ځل بیا قائم نه کړي او د ګرانو هیوادوالو دولس کلنه تنده یو ځل بیا د شرعی نظام په پلی کولو سره خړوبه نه کړي،  همدار راز په کرزی باندې کله ناکله داسې یوه جنونی حمله راشی چی داسې څه ووایی چی وروسته بیا پرې پيښمانه وي لکه څه وخت مخکې یی چی ډیرې منډې ترړې وکړې ترڅو که وکولای شی چی د امارت سیاسی دفتر د کابل د اجیرې ادارې سره خبرو اترو ته چمتو کړي خو کله چی ناهیلی شو نو بیا یی داسی پروپاګند وویل چی ماشوم یی هم نه مني هغه داسې چی د اسلامی امارت د سیاسی دفتر کارکوونکي په امریکایی الوتکو کی غربی هیوادونو ته چکر وهي او امریکایانو سره مزې او چړچې کوي چاکلیټ او چاي ورسره څښی او نه غواړي چی  زمونږ په هیواد کی امن راشی او د جګړې اوږدولو لپاره هلې ځلې کوی د په ګران هیواد کی پر صلیبیانو او د هغوی په لاسپوڅو باندې ځکه بریدونه ترسره کوی تر څو چی امریکایانو ته موقع مساعده کړي چی په هیواد کی د تل لپاره پاتي شي لاسپوڅي کرزی دا څل له دغه شیطانی فریب څخه کار واخیست تر څو چی د امارت د سرښندونکو مجاهدینو او امارت د سیاسی پرمختګ ترمنځ واټن رامنځته کړي له نیکمرغه پدې کې هم ناکام شو او د کرزی د دغه راز څرګندونو په اړه نه یوازې دا چی امارت اوهیوادولو غبرګون وښود بلکې د لاسپوڅی کرزی بادارانو هم د ده څرګندونې په کلکه رد کړې.

وزیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x