افغانستان

طالبان: د ګریشک په روانه جګړه کې پنځو قومندانانو او لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب ۲۰مه، ۱۳۹۴ل): په ګريشک کې پر دولتي تاسیساتو پیل شوې جګړه دویمې ورځې ته وغځېده، چې د لومړیو معلوماتو له مخې درنه مرګ ـ ژوبله پکې اوښتې ده.

که څه هم تېره شپه ناوخت د هلمند امنیتي مسوولینو د جګړې د پای خبر ورکړ، خو سیمې ته څېرمه اوسېدونکي وايي چې بریدګر لا هم مقاومت کوي او امنیتي ځواکونه د دوی نیول شوي سنګر ته د ورنږدې کېډو زړه نه شي کولی.

طالبانو په تازه خبر پاڼه کې ويلي چې د ګریشک په روانه جګړه کې يې د پنځو قومندانانو په ګډون ۵۰ تنو دولتي منسوبینو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.

قاري یوسف احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ليکلي: «تردې مهاله ددښمن د مزدروي اردو دفرقې قومندان (شریف ) دګوډاګي پولیسو ۲تنه قومندانان ( نوراحمد او دباباپه زوی مشهورقومندان) او ۱۴ تنه نورګوډاګي پولیس ځای پرځای قتل شوي او د ۲ نورو مهمو قومندانانو ( عبدالرازق اوبصیرک ) په شمول ۳۳ تنه نورمرګوني ژوبل شوي»

دغه بريد چې پرون سهار وختي د ګریشک ولسوالۍ پر ودانۍ، امنیه قومندانۍ او د ملي امنیت پر مدیریت پیل شوی و، امنیتي مسوولینو د بریدګرو شمېر په لومړيو کې شپږ، وروسته لس او تېره شپه ناوخته يې شپاړلس تنه یاد کړل.

قاري یوسف احمدي وايي چې په بريد کې د دوی د سرتېرو بريدګرو له ډلې «علي احمدادیب هلمندی، اغاولي انور روزګانی، نیازمحمداظهار کندهاری، سیلمانخیل شهاب زابلی، ازادخان شعیب هراتي خپل اخري ارمان د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي» او پاتې نور يې لا هم جګړه پر مخ وړي.

د هلمند ایمرجنسي روغتون مسوولین وايي چې تر اوسه پورې دوی ته ۲۱ تنه ټپیان وروړل شوي چې د پنځو هغو يې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x