نظــر

په سپینه ږیره درواغ

ښایي پام به مو وي چې دا څو ورځې  ډالري رسنیو خپلو درواغو ته  خورا کش ورکړی دی ، مازدیګر مې پژواک آژانس  کوت ، نږدې وو چې له  خندا مې  پښتورګي پټاو شوي وای   ، ځکه  ها دچا خبره بیخي قتل عام یې جوړ کړی وو ، په پکتیکا کې ۶۰ طالبان وژل شوي ، په بدخشان کې ۴۰ په کامدیش کې هم لسګونه ،  په کندهار کې همدومره نیول شوي ، نور ولایاتونو مې ونه کتل ، کیدای شي هلته به تردې بده ورځ وه .

له ځان سره مې وویل ، نه پوهیږم داخلک اوس دجګړې راپورونه نشروي ، او که  له اوزګارې ورځې یې په خپلو کمپیوترو کې  یو اړخیز ویډیوګیمونه  پیل کړي ، او ژوندي راپورونه یې سایټ ته پورته کوي ، ځکه دا خو ښایي دحیوان عقل هم ونه مني ، چې شپیته طالبان  دې ووژل شي خو یو عسکر دې هم خوږ نه وي ، زما دتجربې له مخې  خو ترڅو چې کرزی صاحب  دشپیتو اربکیانو تر ککریو  تېر نه شي دشپیتو طالبانو د وژلو  خوب دې اوبو ته ووایي

خیر ، دا خو دپژواک خبرې دي ، چې  د لومړني افتتاح  پټۍ یې  زلمي خلیل زاد پرې کړې ، نوځکه یې کاسه ترآش ګرمه ده ، او چې څه ورته  ویل کیږي ، پورته کوي یې ، نور یې په خلکو منل او نه منل ددوی کار نه دی .

خو په پژواک کې مې یوه بله نادره ولیده چې زه یې ددې کرښولیکوالو ته  وهڅولم ، پژواک دمیدان وردګو د والي  عطاء الله خوګیاڼي له قوله  ویلي وو ، چې دې ولایت ته  دپاکستان سلګونه  پوځیان او استخباراتي کسان راغلي دي ، او دلته دطالبانو په  ځای جنګ کوي ، شاید خوګیاڼی صاحب به فکر کوي ، چې دنورو هیوادونو  اتباع هم د ده غوندې دومره اوزګار او بیکاره وي ، چې د پردیو لپاره مرګ ته غاړه ورکړي ، اووجنګیږي .

ښاغلی خوګیاڼی صاحب  ! که پخواني والي  حلیم فدایي درواغ ویل ، خو نه یې په مخ ږیره درلوده او نه په پښو کې پرتوګ ، بلکې ځان یې له ټولو اسلامي او اسلامي قیودو خلاص کړی او لغړبغړ کړی وو ، نوځکه یې په دروغ ویلو پوزه نه خولې کیدله ، ته خو ماشاءالله  ښایسته سپینه ږیره ، اسلامي افغاني لباس ، او جهادي  پکول پر سرلرې ، زما په نظر دا به ډیره بي انصافي وي ، چې ځان دحلیم فدایي ځایناستی ثابت کړې ، ځکه هغه خونه یوازې  له خدایه باغي وو ، بلکې سپین ږیري پلار یې هم رټلی او عاق کړی وو ، نو ځکه یې له رښتیاوو په دروغو ښه شخوند واهه .

زما په نظر  ستا لپاره به دا مناسبه نه  وي  ، چې په سپینه ږیره  او سپینه ورځ یوازې دخلکو د تیرایستلو لپاره دروغ ووایې ، که ستا داخیال وي چې په دې خبرو به دوردګو متدین اولس تیرباسې  ، نو ښه داده چې دا بې ځایه خوب دې ، دولایت دننه دامریکایانو بوتلي اوبو ته ووایې   ځکه بندچک ته خو ته نه شې راتلای  ، اخر  وردګ خو څه  ړانده نه دي ، چې ستا په خبرو تیروزي ، هغوی خپل طالبان ترهرچا ښه پیژني ، چې څوک دي ، او دکومې سیمې دي ، ځکه همدغه طالبان دهمدې اولس له منځه راپورته شوي ، شپه او ورځ له ولس سره اوسي ، په جوماتونو او هوجرو کې ورسره  له نږدې ویني راویني ، او هر طالب دوردګو ولس ته معلوم دی ، چې څوک دی ، دچا زوی دی ، کوم یې کلی دی ، کومه یې هدیره ده  ، اصلي نوم یې څه دی او مستعار نوم یې څه دی .

په داسې حال کې فکر نه کوم ، که وردګ ولس ستا په خبرو وغولیږي ، بلکې شاید ستا ددا ډول خبروپه اوریدو به  نور هم ستاسو د چارواکو دروغجنه څیره ورته روښانه شي ، چې څرنګه  په دمبه دارو دروغو باک نه کوي ، او د ځان شرمونې تر حده بې اساسه  خبرې کوي .

ستاسو داخبرې ما په پژواک  خبري ویب پاڼه کې ولوستې ، څرنګه چې دوردګو عام خلک انټرنټ ته لاسرسی نلري ، نوځکه  شاید عام وردګ اولس ترې خبر نه شي ، کاشکې ستاسو داخبرې دکومې راډیو له لارې نشر شوي وای ، ترڅو د وردګوعامو خلکو ته څرګنده شوې وه ، چې سپین ږیری والي صاحب یې ترکومه حده دروغجن  او دمنافقت په ټټو سپور دی ، چې په سپینو سترګو  دوردګو زامن پاکستانیان بولي .

والي صاحب !  همد اوس زما مخې ته دوردګو ولایت دټولو ولسوالیو دمجاهدینو  دافرادو ، وسلو او امکاناتو لست پروت دی ، چې شپږ اوه میاشتې مخکې ترتیب شوی دی ، ددې لست ټول جزیات به نه درسره شریکوم ، خو یوازې دسیداباد ولسوالۍ په اړه به معلومات درکړم ، ترڅو یوڅه دخپل ولایت  وضعیت درته روښانه شي .

د طالبانو ددي رسمي لست له مخې دوردګو په سیداباد کې  له عامو ولسي بالقوه مجاهدینو پرته  چې شمیر یې نه دی  شوی همدا اوس په جګړه بوخت ۱۷۸۷  بالفعله مجاهدین شتون لري ، چې ټول دهمدې ولسوالۍ اوسیدونکي دي ، دا مجاهدین فی الحال  ۱۳۶۵  میله وسله  په واک کې  لري ، چې له جملې یې ۱۰۸  زیړکۍ  او  ۱۲۳  راکت لانچر دي ، دغه راز لسګونه میله  نورې وسلې لکه  توپونه ، هاوانونه ، دهشکې ، زیکویک ، اګایس ، ایس پي جي  ناین ، او نورې مختلف النوع وسلې هم شاملي دي .

له دې لست څخه معلومیږي ، چې  له بالقوه مجاهدینو نه سوا  په میدان وردګو کې دطالبانو دبالفعله ځایي مجاهدینو شمیر دومره زیات دی ، چې دوی ټول په وسلو نه شي اکمال کولای ، نوځکه یوازې په یوه ولسوالۍ کې څو سوه  مجاهدین بې وسلې پاته دي ، دمجاهدینو ددومره ډیرښت په صورت کې آیا  کوم عقل به  دا ومني چې طالبان د افرادو دکمبود په خاطر دکوم پردي ملک کسان جګړې ته راولي ، او دلته یې استخدام کړي ، دا خو نه عقل مني ، نه  ورته ضرورت شته  او نه تراوسه  هیڅ څوک داسې شواهد موندلی شي .

بله دا چې دا څومره بې عقله خبره ده چې پاکستان خپل پوځیان  او استخباراتي کسان افغانستان ته  دطالبانو لپاره دجګړې په خاطر لیږي ، دې ته مو باید پام وي ، چې نور خلک دخپلو پوځیانو په باره کې دومره بې پروانه دي لکه ستاسو رژیم چې دامریکایانو ددفاع لپاره خپل تنکي ځوانان قرباني کړي ، پاکستان خپل پوځیان حتی دخپلو اهدافو لپاره جنګ ته نه استوي ، بلکې دکشمیر په شمول هرځای هڅه کوي ، چې دجګړې مخه ونیسي او مسائل په خبرو هوار کړي ، ډیر پخوا چې پاکستان صومالیاته  دسوله ساتنې لپاره عسکر استولي وو ، اوس  هم  دپاکستان دهغه وخت واکمن له همدې امله  تر فشار  او تورونو لاندې دي ، چې ولې یې دپوځیانو له ژوند سره لوبې کړي ، نو په داسې شرایطو کې  دا  ادعاء بیخي ماشومانه  ده ، چې پاکستان افغانستان ته  له امریکا سره دجنګ لپاره پوځیان واستوي ، هغه جنګ  چې پاکستان یې له امریکا سره د نازکو اړیکو له امله  نه په سیاسي لحاظ فایده من بولي او نه په کې دپوځي بریا له لارې دکوم  څه ترلاسه کولو فکر کولای شي .

خوګیاڼی صاحب ! موږ دامنو چې په تاسو باندې هغه دملانصرالدین چل شوی دی ، چې په  دروغو یې په تکرار سره ویل چې په بر کلي کې خیرات دی ، کله چې یې ځینو خلکو په خبره باور وکړ او برکلي ته  روان شول ، نو په پای کې په خپله دی هم پسې ور روان شو چې هسې نه په  رښتیا خیرات وي ، تاسو هم لس کاله  په دروغو دامریکایي کفر خلاف دافغان اولس سوچه مقاومت  پاکستانی یرغل  ونوماوو ، او د ځینو نورو خلکو غوندې  مو خپل اذهان هم میکروبي کړل ، نوځکه اوس په خپله هم باور کوئ ، چې کیدای شي ، په سیداباد ، بندچک ، جلګې او جغتو کې  به وردګ جهاد نه کوي ، بلکې پاکستانیان به وي .

والي صاحب   وطن دمور مقام لري ، دچا په وطن چې پردي یرغل وکړي ، حیاء دې وي لکه مور ته یې چې څوک په سپکه وګوري ، چې که غیرت ورباندې ونه کړي ، مړتت او دووس بلل کیږي ، که چیرې ته په دې خبره یقین لرې چې په وردګو پاکستاني پوځیانو یرغل کړی دی ، نو بیا خو باید چې په خپله دمسؤلیت په سیمه غیرت وکړې ، له خپلې ماڼۍ راووزي او  دسیداباد په سالارو ، وتړیو ،  او تنګي کې یې له طالبانو سره معلومه کړې ، که داسې ونه کړې ، نو ته به مړتت او دووس والي وبلل شې ، چې دپردي یرغل نارې سورې وهي ، خو عملي غیرت ورباندې نه کوي  .

سپین ږیری دروغجن والي صاحب په پای کې هیله کوم چې  لطفا یوځل  له  ولایت نه لږ د پل صراط  ( سالارو ) خواته راشئ ، ترڅو درمعلومه شي ، چې دلته  اوسپنیز وردګ جنګیږي ، او که پاکستاني پوځیان !

أبوریحان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x