شعـــــرونه

دولس کاله

الهام الدين قيام

دولس کاله وړاندی،دبادارپه زورواکدارشولو
دولس کاله وروسته ، مخالف دخپل بادارشولو

دولس کاله ده ، دغلوغدۍ دځان ملګري کړه
دولس کاله کیږي ، چی دټولوغلوپه کارشولو

دولس کاله ده مونږته،دښه خدمت وعدی راکړی
دولس کاله دئ ، دشوکمارانوخدمتګارشولو

دولس کاله کیږي چی دنورو په خدمت کی وو
دولس کاله وروسته،اوس پښیمان پخپل کردارشولو

دولس کاله کیږي،دغفلت په خوب لویدلئ وو
دولس کاله وروسته،اوس له خوبه رابیدارشولو

دولس کاله ټول په مصلحت اوشیطانت تیرشول
دولس کاله وروسته دچا نه مني ھوښیارشولو

دولس کاله چوروو،دوطن شتمني چورشوله
دولس کاله وروسته دغلومشرپرھیزګارشولو

دولس کاله ده،دبل اشغال ته بدل نوم ورکړو
دولس کاله وروسته،اوس منکرله خپل ګفتارشولو

دولس کاله وړاندی ، مونږله ده بیزاره شوی وو
دولس کاله وروسته،دئ ھم خپل له ځان بیزارشولو

دولس کاله ده، دھرغورځنګ مخه نیولي وه
دولس کاله وروسته دقیام اوس طرفدارشولو

الحاج الھام الدین قیام
والدورف/جرمنی
۲۳/۱۱/۲۰۱۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x