شعـــــرونه

د اوبو په شانې ښکلیه لارویه!!

ايمل مړوند

ای! لږ ودرېږه روان سړیه واوروه!
له هر چا ځينې قربان سړې واوره!
په دې لاره کې پراته ګوره ماران دي
چرته نه شې پښېمان سړیه واروه!
+++
په لاسونو کې خوبونه درسره دي
دا ته څوک يې؟ مشالونه درسره دي
کاینات درته له څېلمې په مسکا دي
عجیبه ده، موسمونه درسره دي
+++
ارمانونه دې له سترګو راوریږي
او په شونډو کې سازونه درسره دي
تصور کې دې، د خیال ماڼې ابادې
د راتلونکې تصویرونه درسره دي
+++
څوک د زړه هنداره ماته درته نه کړي
په دې ښار کې عجیبه شان انسانان دي
تر منزله پورې پام کوه سړیه !
په دې لاره کې پراته ګوره ماران دي
+++
بلاګانو دې، ښایستې جامې اغوستي
مسافره! غلی تېر شه له دې ښاره
هسې نه چې ارمانونه دې کړي خاوري
پښه نیولی نه شې چرته په دې لاره
+++
هر یو چا باندې باور مه کوه ګوره!
دلته خلک له خطره خالي نه دي
ناخبره لارویه! دا مې واوره!
دا کوڅې ګوره له شره خالي نه دي
+++
دلته ډېر د ارمانونو قاتلان دي
د تنګیو ګلابونو قاتلان دي
هسې نه چې بیا به خپله ځان ته ژاړې
ځينې، ځينې د سازونو قاتلان دي
+++
د اوبو په شانې ښکلیه لارویه!
ددې ځای له رواجونو نا خبر يې!
پام باور دلته په هیچا چې ونه کړې!
ددې خلکو له کارونو نا خبر يې!
+++
خیال کوه چې چرته ورک نه شي ګلابه!
په دې لاره کې د پلونو نښې ګوره
ستا نه مخکې هم د ډېرو مړاوي شوي
د نازکو ارمانونو نښې ګوره
+++
بیا به ما پوښتې خو زه به ګوره نه یم
هسې نه چرته اورونو کې ایسار شې
زه به نه یم، زه به نه یم، زه به نه یم
خدای دې نه کړي چې وختونو کې ایسار شې
ــــــــــــ
ایمل مړوند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x