نړۍ

د پیلوټ مهارت د ایران ولس مشر احمدي نژاد له مرګه ژغورلی

نن ټکی آسیا – رسنۍ: د ایران د ولس مشر په ویب پاڼه کي خپور شوی خبر وايي چي نن د احمدي نژاد هلیکوپتر الوتکه د تخنیکي خرابي له وجي په اضطراري ډول په غرونی سیمه کي ناستي ته مجبوره شول، خو له وجي يي ولس مشر او نه هم د ورسره ملګرو ته کوم ډول زیان رسیدلی.

خبر زیاتوي چي د هلیکوپتر پيلوټ په ډیر مهارت سره الوتکه تر ځمکي ورسول، او ولس مشر احمدي نژاد او ورسره مسؤولین له الوتکي په سالمه توګه ووتل.

او زیاتوي چي احمدي نژاد وروسته خپل سفر ته د ځمکي له لاري جریان ورکړ، او  د طهران په شمالي سیمه کي یې د ځینو نویو پوره شویو پروژو افتتاح وکړه.

د ایران رسمي تلویزون د احمدي نژاد او دهغه د سفر ملګري وزیران او نور مسؤولین ښکاره کړل چي یو ځای دی، او د هغو پروژو افتتاح کوي چي دوی یی له وجي سفر ته اړ شوی وه.

باید وویل شي چي ایران باندي د امریکا له خوا بندیزونو د ایران مدني او فوځي الوتکي د لوی ګواښ سره مخ کړي، ځکه چي ایران د نړیوال مارکیټ څخه د ضرورت سره سم خپلو الوتکو ته پرزې او نور تخنیکي سامان الات نسي اخیستلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x