نظــر

دلته دظلم په وړاندي هم سیاسي چلند روان دی!

خالد هادی

هر هغه کس چي دکندهار په پنجوائې ولسوالي کي ئې یوه شپه هم تیره کړې وي په دې پوهیږي چي پر ټولنیزه رسنۍ خپره سوې ویډیو کي (چي پولیس یو کس په رینجر پسي کښوي )دغه کسان څوک دي .
په ویدیو کي دهر یوه نوم په ښکاره اوریدل کیږي .

ورسی د پنجوائې په ولسوالي کي پوښتنه وکړي چي سردارولي چي په تور سردار مشهوره دی څوک دی ؟د سلطان محمد قوماندان سره ئې په پنجوائې او ژړۍ کي ئې څه څه کارونه کړي دي
او نوموړي دوه کاله وړاندي په کوم ځای کي دنده درلودل ؟؟

زموږ د اوسني حکومت چارواکي او دهغوي مدافعین هڅه کوي چي دا موضوع دحامد کرزي پر حکومت وتړي او یا چي د موضوع حساسیت کم کړي دوه کاله زړه ئې بولي .
برعکس د حامدکرزي مدافیعن بیا د نظام ، قانون او عدالت نه منونکي دا کس طالب ځانمرګي بولي او وائې چي دغه کسانو سره باید تر دې بتره کار وسي !

خو هغه څه چي پرمظلوم ولس روان دي هغه ددغه تورمخي سیاست ور ها خوا تردې ویډيو ډیر ځورونکي دي.
په نسبتا ارامه پنجوائې کي امنیت د دولت په عقلانه حکمت منځته ندي راغلي .دلته پولیسو لکه ځناور سپي ټول کلتوري ، اسلامي او انساني حدود تر شا پریښي دي .

دلته پولیس یو شخصي جزائې قانون لري چي د هر کلي څخه پر پولسیو یو ټک وسي د هغه کلي سپين ږیري ، میرمني او ځوانان دي په خپلو کورو کي دپولیسو لغتو، کونداغونو ، همداسي پر مټر کشولو ته تیار وسي .

دلته د یوه تروریست د یوه فیر مرمۍ په بدل کي د کلي ۵۰۰ بې ګنا انسانان شکنجه کیږي.
دا ویډیو نه زړه ده او نه هم د دا ډول ظلمونو لومړۍ یوه ده .

دلته چي څوک یوځل دغه سیمو ته سر ورښکاره کړي بیا به هره پیښه د همدې ویډیو ته ورته وي .
د زنګاوات د اربکیانو مشر ودود چي دکليوالو په مخ کي ئې اروپائې موټر پر انسانانو تیراوه .
دژړۍ د اربکیانو مشرشمسک چي په دوه رنجیروئې دعبدالله په نامه یو اتلس کلن ځوان تړلی و او بیا ئې دموتړو په کشولو دوه ځایه کړ.

بسم الله د ریګوا قوماندان چي د پنجوائې دمېرمنو په ملاوو ئې تراوسه دکونداغونو نښانونه پاته دي چي په کورو کي ئې نه نرپریښوی نه ښځي ، یو وحشي دی د انسانانو په څهره کي .

دلته هریوئې په لوی لاس دطالب جوړولوپروژې عملي کوي. د افغانستان دکورنیو چارو وزارت چي دا وډیو دوه کلنه بولي لطفا دي یو ځل ددې هم پوښتنه وکړي چي د سلطان محمد په نامه د پنجوائې قوماندان ،څرنګه پر یوه وخت د ۴ولسوالیو قومانداني ترسره کوي ؟؟

په دې بې روزګاریو کي ایا کندهار دونه قحط الرجال دي چي دډند، میوند، ژړۍ او پنجوائې مو یو قوماندان دی ؟؟؟
درستیزوال قوماندان مو هم پریوه وخت دوې دندي، دکندهار امنیه قومانداني او سرحدي لیوا فومنداني ترسره کوي .
اصلاپه دې هیواد کي دپوښني مرجع نسته !!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x