
افغانستان، هانګ کانګ ته لویه ماتې ورکړه
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه۱۳۹۴ل): د نړیوال جام په مهمې سیالۍ کې افغانستان هانګ کانګ لوبډلې ته لویه ماتې ورکړه.
نننۍ لوبه کې هانګ کانګ پچه وګټله او په دغه لوبغالي کې پچه ګټل د لوبډلې په ډيره ګټه تمامیږي.
دغه پریکړه په پیل کې سم ثابته شوه، هانګ کانګ په ۴۰ منډو لومړۍ ویکټ د لاسه ورکړه او ورپسې پرلپسې په ۴۲ يې دوهمه ویکټ هم لاړه.
هانګ کانګ تر پایه د افغان توپ اچوونکو تر فشار لاندې و او ونه توانید چې تر ۱۲۰ پورته منډې جوړې کړې.
هانګ کانګ په ټاکل شوو ۲۰ اورونو کې ۱۱۶ منډې جوړې او ۱۱۷ منډې هدف یې افغانستان ته وټاکه.
د افغانستان له لوري محمدنبي خورا ښه توپ اچونه وکړه. هغه په ۴ اورونو کې ۴ ویکټې واخېستې او یواځې ۲۰ منډې يې ورکړې.
ګلبدین نایب او راشیدخان یوه یوه ویکټ او حمید حسن اقتصادي بالینګ وکړ.
د ۱۱۷ منډو په تعقیب کې د افغانستان پیل ښه و. لومړنۍ ویکټ محمدشهزاد يې په ۷۰ منډو د لاسه ورکړه. شهزاد په ۴۰ بالونو د ۴ څلوریزو او ۲ شپږیزو پر مټ ۴۱ منډې جوړې کړې. همدا راز نورعلي ځدران په ۳۷ بالونو ۳۵ منډې جوړې کړې.
افغانستان د اتلسم اور په وروستي بال ټاکل شوی هدف پوره او هانګ کانګ ته یې لویه ماتې ورکړه.
خو دوهم پړاو ته د وتلو لپاره افغانستان باید زمبابوۍ ته هم ماتې ورکړي. د زمبابوۍ سره سیالي د دواړو لوبډلو لپاره حیاتي ارزښت لري. هرې لوبډلې چې سیالي وګټله دوهم پړاو ته به ووځي.
دغه سیالي به د مارچ په دولسمه ترسره شي.