افغانستان

د اجراییه ریاست سلاکار ولسمشر غني ته ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، کب۲۰مه ۱۳۹۴ل): له هغې وروسته چې ځینې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې ګواکې ولسمشر غني هڅه کوي چې د عبدالله عبدالله اجراییه ریاست پوسټ له منځه یوسي، د اجراییه ریاست امنیتي سلاکار جاوېد کوهستاني ولسمشر غني ته ګوتڅنډنه کړې ده.

جاوید کوهستانی

کوهستاني په خپلې فېسبوک پاڼې ولسمشر غني ته لیکلي چې فکر ونه کړي چې عبدالله عبدالله به یوازې وي. جاوېد کوهستانی غني ته په خطاب کې وايي چې عبدالله عبدالله د ټاکنو له زمانې اوس ډېر ځواکمن او له ولسي ملاتړ برخمن دی.

د اجراییه ریاست دغه امنیتي سلاکار ولسمشر غني ته وايي چې اوس له خلیلي تر دوستم او له احمدضیا مسعود تر نورو پخوانیو جهادي مشرانو په ټینګه ستا تر څنګ نه دي ولاړ او ډېرو ګوندونو هم له تاسو سره پرېکون کړی نو، د کوهستاني په خبره، تاسې «د پخوا په پرتله ډېر یوازې او ګوښه شوي یاست».

جاوېد کوهستاني ولسمشر غني ته ګواښ کوي چې «په خدای قسم د خلکو په یوه غږ به د تېښتې لار ورکه کړئ».

کوهستانی وړاندې لیکي: «که غواړئ په واک کې پاتې شئ، د همکارۍ فضا ډېره مه تنګوئ».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x