افغانستان

طالبانو د ایران څخه غوښتي چي د افغان مهاجرین ستونزو ته توجه وکړي

نن ټکی آسیا: په دې اړه نن ټکی آسیا ته د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف له خوا په یوه را لیږل شوي خبرپاڼه کي ویل شوي چي طالبانو په تیرو څو ورځو کي د ایران په رسمي بلنه ایران ته دوه ځلي سفر کړی، او په دواړو ځلو کي د طالبانو مشرانو کوشش کړی چي خپل اواز هلته تر ایراني مسؤولینو ورسوي.

په خبرپاڼه کي ویل شوي چي طالبانو د ایراني چارواکو سره پر بیلا بیلو موضوعاتو مثبتي خبري کړي، او په خاصه توګه یی د افغان مهاجرینو د مسائلو په اړه خبري کړي، طالبانو د ایراني چارواکو څخه غوښتي چي د مهاجرینو ستونزو ته باید جدي پاملرنه وکړي، او د هغوی مسائل او ستونزي ور حل کړي.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره نن ټکی آسیا خپلو مینه والو په مخکي د طالبانو دغه مهمه خبرپاڼه ږدي.


د ایران اسلامي جمهوریت ته داسلامي امارت داستازو دسفر ونوپه اړه دقاري محمدیوسف احمدي څرګندونې

لکه څه رنګه چې د فارس خبري آژانس د ایران اسلامي جمهوریت ته د افغانستان د اسلامي امارت د هیئت د سفر خبر خپور کړی، اسلامي امارت نوموړی خبر تاییدوي.

څه موده وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د مشر په مشرۍ یو هیئت د ایران اسلامي هیواد پلازمېنې تهران ته یو درې ورځنی سفر درلود، نوموړی سفر د دواړو لوریو د علاقې وړ موضوعاتو د څېړلو په موخه تر سره شوی، چې د مربوطه موضوعاتو له څېړلو وروسته هیئت بیرته را ستون شوی دی.

همدارنګه دایران داسلامي جمهوریت په رسمي دعوت داسلامي امارت څو تنونورو لوړرتبه چارواکو په تېرو نږدې ورځو کې دایران اسلامي جمهوریت ته یوبل سفر هم درلود ، ددې سفر په مهال داسلامي امارت هیأت د اسلامي ویښتابه اوعلماءپه نوم په هغه نړیوال کانفرانس کې ګډون وکړ ، چې ددې هیواد په پلازمینه تهران کې دائر شوی وو .

داسلامي امارت چارواکو د وینا په مهال داسلامي امارت دبرحقې داعیې په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل ، او د افغانستان او نړۍ دمهمو مسائلو په اړه یې خپل دریځ په ډاګه کړ .

دا سفر چې دایراني حکومت په رسمي بلنه ترسره شوی ، په ترڅ کې یې داسلامي امارت استازو دخپل اولس او مجاهدینو غږ او غوښتنه دنړۍ دبیلابیلو هیوادونو داستازو ترغوږونو ورسوله ، او دروان وضعیت په اړه یې معلومات ورکړل او هم یې دایران داسلامي جمهوریت له لوړ رتبه چارواکو سره په بیلابیلوموضوعاتومثبتي خبري وکړي ،په ځانګړي توګه دهغو افغان مهاجرینو مسئلې یې یادي کړي چې همدا اوس په ایران کې میشت دي ، دوي له ایراني چارواکو وغوښتل ، چې دافغان مهاجرینو دستونزوحل ته ډیره توجه وکړي او په دې برخه کې دترخو وقائعو دپیښېدو مخه ونیسي .

تردې وړاندې هم داسلامي امارت استازو په جاپان او فرانسه کې په نړیوالو کانفرانسونو کې دشرکت له لارې خپل دریځ نړیوالو ته ابلاغ کړی وو ، چې پایلې یې مثبتې وې .

باید ووایو چې اسلامي امارت ددوه اړخیز احترام په چوکاټ کې تل د نړۍ او سیمې له هیوادونو سره داړیکو پاللو هڅه کړې او په دې برخه کې به بیا هم خپلې هڅې ونه سپموي .

داسلامي امارت و یاند قاري محمد یو سف احمدي

۱۴۳۴/۷/۲۴هق

۱۳۹۲/۳/۱۳ه ش

2013-06-03م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x