شعـــــرونه

غزل: جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

د ژمې شپه، ساز او مېله، ډکه حجره او غزل
خـواږه یاران ، نــری بـاران ، بَله لمبه او غزل

یو انتظار، د ستورو شمار او چاته سترګې په لار
نـری قــدم ، تـر صبحــدم او زمـــزمـه او غزل

لاس کې قلم، خوا کې چیلم، لرې له درد او له غم
د غــره لـمـن ، هلته چـمـن ، یخــه چینه او غزل

د زلفو ټال، هغه وبال او د لاس نخښه دسمال
ته مېلمنه ، زمـونـږ کــره ، تته ډېوه او غزل

هغه سترګک، د شونډو څک، ستا د خوږې ژبې ټک
د مینې جنګ ، د بنګړو شـرنګ ، هغه نغمه او غزل

زما کتاب ، زما رباب، زما خـواږه د شباب
زما سراب، زما شراب بس خاطره او غزل

چې تاوېدې د ګل غونچې او په نخرو ګډېدې
زما کـوژده، په درز چمبه او ستا ټپه او غزل!

اول دې وېل ته “خدرخېل” زما د غاړې آمېل
اوس وایې نه! بس ورک کوه، ستا ترانه او غزل

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۴/۱۲/۱۹

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x