افغانستان

امریکا د حزب اسلامي دوه غړي د نړیوال تروریزم په لیست کې داخل کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، کب۲۱ مه ۱۳۹۴ل): د حزب اسلامي افغانستان دوه غړي د امریکا له خوا د تروریزم په نړیوال لیست کې داخل کړل سول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې عبدالله نوبهار او عبد الصبور د نړیوال تروریزم په خاص قانون کې د ۱۳۲۲۴ بند لاندي د تروریستانو په لیست کې شامل دي.

په دغه بند کې راغلي هر هغه څوک چې امریکايي اتباعو ته خطر وي، یایې د هغوی په خلاف په کوم عملیاتو کې برخه اخیستې وي، د امریکا پر بهرنۍ پالیسي اثر انداز سوي وي او یا هم د امریکا په داخل کې امنیت خرابول غواړي، د امریکا اقتصاد ته ضرر رسول غواړي او یا هم بل هر هغه عمل چې د امریکا او امریکایانو د ترهولو ګمان پر کیږي، پر هغه به ورته بندیزونه لګیږي.

ددغه بندیزونو سره سم به په امریکا کې د عبدالله نوبهار او عبدالصبور ټول املاک د حکومت له خوا ضبطیږي، او د امریکايي اتباعو له لوري به ددوی سره هر نوعه تجارتي او غیر تجارتي تعامل په قانوني توګه جرم بلل کیږي.

ددې تر مخه تېر کال ۲۰۱۵ کې د فروري میاشتي پر ۲۶مه امریکا د عبدالصبور او عبدالله نوبهار پر سر په ترتیب ۳ او ۲ ملیونه ډالر انعام اعلان کړی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼي سره سم دواړه د متفجره موادو تخنیک کاران دي، د ۲۰۱۲ د سپتمبر میاشتي پر ۱۸ نیټه یې د کابل هوايي ډګر د بهرنیو کارکونکو پر بس باندي چاودنه وکړه چې له امله یې ۱۲ تنه ووژل سول.

عبدالصبور په کال ۲۰۱۳ کې د مئي میاشتي په هغه چاودنه تورن دی چې په کابل کې یو امریکايي عسکري موټر یې له منځه یووړ، په دغه پيښه کې دوه امرکايي عسکر او څلور نور امریکايي ملکیان چې د وزارت دفاع سره قراردادیان وه ووژل سول.

د امریکایانو په وینا په دغه چاودنه کې ۸ افغانان هم وژل سوي وه او ۳۷ کسان نور ټپیان وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

او دا فاسدې امریکې چې په زر ګونه افغانان بې ګناه ووژل چا په تور لست کې ونيول ؟؟ دې جهاني جنایتکارانو يو افغان داسې په خوند انسان واژه لکه چې څوک چرګ دميلمه لپاره حلالوي! داچې له هغه زړه مور او ځوانه ښځه بې سر فرسته پاتېکېده نو دا د صلیبي قاطلانو لپاره کومه خبره نه وه او نه یې زړه سوی او رحم درلود او حتا خبل پیغمر به یې هم هېر کړی وو او له وژنې نه به یې خوند اخیست ! افسوس افسوس پشتنو چې تاسو ددې جنایتکارو پلوي کوۍ او په دالرو خپل ایمان خرڅوۍ… نور لوستل »

pattang

بخښنه غواړم :

داچې له هغه څخه زړه مور او ځوانه ښځه بې سر پرسته پاتېکېدې ، نو دا د صلیبي قاطلانو لپاره کومه
مهه خبره نه وه او نه یې وجدان پر داسې ظالمانه کار درد کاوو !!

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x