آيا په ويډيو کي شکنجه کوونکي رشتيا هم نيول سوي دي؟

 اسحاق اختر

د هغه مظلوم مسلمان د شکنجي د ويډيو په نشريدو سره : چي د (ظالم قومندان سردارولي) ظالم پوليس يي (چي خپله سردارولي قومندان هم ورسره ليدل کيږي) د اعتراف اخستلو په موخه په رينجر موټر پوري کشوي ، بيا يي په همدي تړلي حالت کي بل کس په خوله کي په لغته وهي او يو بل بي رحمه او سګ ماننده پوليس راځي اول ورته د غاړي کلکه خفه ورکوي ، ښکنځل ورته کوي او بيا پر لاس دومره په زوره خوله ورلګوي چي هغه بي چاره آسير له ډيره عذابه پر ځمکه کښيني خو دا ظالم چرسي پولس يي نه ايله کوي.

ددي ويډيو په نشريدو سره د کندهار د پوليسو وياند رسنيو ته وويل چي دا ويډيو د ميوند دپوليسو ده او دا پيښه دوه کاله مخکي رامنځته سوي ده او مجرمين يي نيول سوي اوس په محبس کي د خپل ترسره کړي جرم سزا تيروي.

خو ؛ قومندان سردارولي چي د (رازق) تر قومندان کيدلو مخکي د پنجوائي د دوراهي په خوله کي د کندهار -هرات پر سړک د تلاشي د پوستي قومندان ؤ او د شاوخوا خلګ يي له بدو اعمالو او نشئي انډوالانو څخه چي اخلاقي فسادونه ، د بي ګناه مسلمانانو زورونه ، پر کوچني خبره بي عزته کول او داسي نورو اعمال ځني صادريدل ډير په تکليف وه.

ولي رازق چي کله د کندهار قومندان امنيه وټاکل سو نو د خپل پخواني عادت مطابق يي هغه خلګ چي د خلګو په زورونه ، بي ځايه قتلونو ، وهلو او ظلم کي يي پوره مهارت لري لوړي رتبي او زيات واک ورکړ ، چي په لړ کي يي سردارولي ته هم ددي پر ځاي چي د خلګو د مظلوميت آواز واوري او نوموړي فاسق قومندان يي مجازات کړي واي نور هم صلاحيت ورزيات کړ د همدي پخواني پوستي سره يي د څو نورو پوستو چي د پنجوائي ولسوالي پر غزيدلي سړک پرتي دي د (کوبي) تر کلي پوري دده په واک کي ورکړي ، اود هر ډول ناروا او ظلم پوره جرئت او اجازه يي ورسره ورکړه.

نوموړي قومندان ددي امتياز په ليدلو سره چي رازق يي ظالمانو ته د ظلم په مقابل کي ورکوي نور هم خپلو ظلمونو ته زور ورکړي او په رڼا ورځ به يي خلګ وهل او په کورونو به ورننوتۍ ، څوکسان يي د (کوبي ، سياچپ او صوف) په کليو کي د طالبانو سره د اړيکو په تور پخپل کور کي وويشل ، دا چي ماته يي د صاحني شاهدانودا يوڅوکيسي کړي دي او هغه چي ده په پټه ترسره کړي دي الله تعالي ښه په عالم دي.

اوس د نوموړي دا د شکنجي ويډيو چي په رسنيو کي خپره سوه او نوموړي قومندان (سردارولي) په خپله په کښي ترسترګو کيږي او يو ملګري يي د اجازي په شکل ږغ ورته کوي (سردارولي ! زه به يو څونور د رينجر کشولو څرخونه په دي خامه کي هم ورکړم) او خلګو هم زيات غبرګونونه پري وښودل.

د کندهار د قومنداني وياند (دراني) پر پيښه د پرده پوښي لپاره وويل : چي دا پيښه په ميوند کي ترسره سوي ده او موږ يي هغه وخت په خبريدو سره اقدام کړي دي او نوموړي اوس په محبس کي ناست دي ، چي دده دا ادعاء بلکل غلطه او سوچه درواغ دي ،نه دا پيښه په ميوند کي ترسره سوي ده ، نه سردارولي قومندان نيول سوي دي او نه يي کوم نفر نيول سوي دي ټول اوس هم پر خپل ځاي د (کوبي) د کلي په پوسته کي ناسته دي او پر خپل پخواني کار او کړنو ښه په درب سره مصروفه دي ، که يي څوک نه مني لږ دي هغي خواته ورسي او پوښتنه دي وکړي.

الله تعالی ددي مظلوم اولس د مظلوميت انتقام له دي ظالمانو څخه واخلي . آمين

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

محترمو مسلمانانو وروڼو لدی وحشیانو، بی دینانو، لډرو او سوډرو، منافقینو او دکفارو لاسپوڅو نه خو هسی هم ګیله نشته ځکه دا کسان له شیطان او خپل نفس نه علاوه د بل هیڅ حکم او ضابطی پابند نه دی چی انشالله د خپلو دی شومو اعمالو په جزا به هم پدی دنیا او هم په آخرت کی ورسیږی اما را به شو هغو کسانو ته چی د اسلام په جامه کی له اسلامی مقدسو شعارونو نه په استفاده لدینه بدتره اعمال دجنګی اسیرانو په مقابل کی د اسلام په نامه سرته رسوی او بیا په ډیر افتخار دهغه ویډیوګانی ډکوی… نور لوستل »