نظــر

ایران ته دطالبانو درسمي هیآت دسفر په اړه !

طالبانو دیوې رسمې اعلامیې په ترڅ کې ایران ته دخپل رسمي هیآت دسفر په اړه خپل موقف واضح کړ.

ددطالبانو ددغه سفر په اړه دجوازادمیاشتې په ۱۱نیټه  په نړیوالو او محلې رسنیوکې ګونګوسې راپورته شوې چې وروسته دغه سفر هم دایراني چارواکو اوهم دطالبانو لخوا په رسمي توګه تاييد شو.

له افغانستان څخه دبهرنیو ځواکونو دپرشاتګ دنیټې په رانیږدي کیدوسره افغانستان دیته ضرورت لري چې  دجګړې دعواملو په ختمیدوسره په دغه هیوادکې نورجګړه هم باید پایته ورسیږي.

دافغانستان په روانه لانجه کې په نړیوالو جهتونو سربیره دافغانستان ګاونډیان هم پخه ښکیلتیا لري چې له همدې امله دبهرنیانو تروتلو وروسته دافغانستان واکمن لوري ته په کار دي چې له خپلو ټولو ګاونډیانوسره دخپل هیواد دارامي په خاطر مثبت تفاهم ولري .

طالبان چې دخپل هیواد له حریم څخه ددفاع په روحیه له بهرنیو ځواکونو سره مقابله کوي او نن یې ددغې مقابلې په ترڅ کې امریکایان اوټول یهرنیان له افغانستان څخه وتلوته مجبوره کړي  ددې احساس اومسؤلیت هم لري چې دبهرنیانو تروتلو وروسته خپل ولس ته دسولې اوامنیت زمینه مساعده کړي .

دهمدغه مسؤلیت له مخې طالبانو په قطرکې دخپل دفتر له لارې داهلې ځلې پیل کړې چې هم له نړیوالولوریو او هم له خپلو نیږدي ګاونډیانوسره دتفاهم په غرض رسمي ناستې ولري ترڅو دهغو په ترڅ کې وکولای شي داسې حل لارې ته ورسیږي چې نور په هیوادکې دجګړې دتداوم مخ نیوي پري وشي .

ایران ته دطالبانو دهیئات اوسنی سفر دهمدغه مقصد په موخه شوي او دطالبانو درسمي اعلاميي له مخې تر دې له مخه هم دطالبانو دقطر د دفتر چارواکو ایران ته ورته سفر ترسره کړی وه اوله ایراني چارواکو سره یې په اړونده موضوعاتو خبري وکړي.

هغه څه چې ایران ته دطالبان په دغه رسمي سفرکې دتعجب وړ دی هغه  دایراني چارواکولخوا دکرزي درژیم ناخبره پریښودل دی، هغه رژیم چې پخوابه دهمدغو چارواکو لخوا د ډالرو په کڅوړو نازول کیدو.

تر دې له مخه قطر، جاپان او فرانسي هم دطالبانو په دعوت کې کرزي همداسې ناخبره پري ایښی وه .

ایران چې نن په سیمه او دافغانستان په ګاونډکې یو مهم قوت بلل کیږي له طالبانو سره دامریکا په مخالفت کې یولړ اشتراکات لري چې دهغوئ له امله طالبان کوښښ کوي له ایران سره ترنورو زیات نیږدي روابط او اړیکې ولري .

طالبان دیته اړتیالري چې دپوځي مقابلې تر څنګ له نړیوالو او ګاونډیانو سره دیپلوماتیک تعاملات هم  ولري ترڅو وکولای شي نور خپل ځان له هغه  سیاسي تجرید اوانزواء څخه وباسي چې دامریکایانو لخوا ورباندي تحمیل شوې.

له قطر،جاپان، اوفرانسې څخه وروسته ایران څلورم هیواد دی چې په رسمي توګه داسلامي امارت په نوم طالبانوته رسما خپل هیواد ته دورتلو رسمي دعوت ورکوي چې دا له ډیپلوماتیکي اړخه دطالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه بلل کیږي.

که څه هم چې ایران دافغانستان داشغال په پیل کې له امریکایانو سره همکاري درلودله اوپه دغې همکاري خپله ایراني چارواکو هم اعتراف کړی ، خوپه افغانستان کې دامریکایانو له شکست سره سم دنورو نړیوالو ترڅنګ ایران هم دادرک کړي چې امریکایان نن په افغانستان کې دغرقیدوپه حال کې دي او دغرقیدوپه حال کې غرقیدونکې ته لاس ورکول خپله دلاس ورکوونکي دغرقیدلو مانالري.

طالبان او ایران یوتربله دامریکا په دښمني کې بیلابیل اشتراکات او اړتیاوې لري چې دیوبل په نیږدي کیدوسره دواړه کولای شي ځان دامریکایانو له فشار او تهدید څخه وژغوري.

ایران اوافغانستان ددو اسلامي هیوادونوپه توګه مشترک عقیدوي او فرهنګي ارجحیتونه لري چې هغه هم ددي دواړو هیوادونو ولسونه اوچارواکي په ښه هماهنګي او له یوه اوبل سره دښوانساني او اسلامي راوابطو په درلودلو مجبوروي .

ایران ته په دغه حساس زماني مقطع کې دطالبانو سفر دامریکایانو او بهرنیوځواکونوپه مقابلې کې دطالبانو یوبل ديپلوماتیک پرمختګ دی چې کولای شی نورو هیوادونوته هم پري اطمنان ورکړي چې طالبان اماده دي دخپل هیواد دعلیا مصالحو او په دې هیوادکې دامنیت دتامین په غرض دګاونډیانو په شمول له هرچاسره دا شاني ديبلوماتیک روابط ایجاد کړي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x