افغانستان

ولسمشر غني عبدالعلي مزاري ته «د ملي وحدت شهید» لقب ورکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، کب ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): ولسمشر محمد اشرف غني د ملي وحدت ګوند مشر عبدالعلي مزاري ته د ملي وحدت د «شهيد» لقب ورکړ.

عبدالعلي مزاري چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ۱۳۷۳ لمریز کال د کب پر د۲۲مه ووژل شو، ولسمشر غني يې د تلین په مناسبت په خپاره کړي ويډیويي پیغام کې هغه د ملي وحدت ارمانجن بللی دی.

غني وايي چې مزاري د ملي یووالي فکر درلود او په خبره يې هغه افغانستان د ټولو کور ګاڼه.

نوموړی پخپل ويډيويي پیغام کې وايي: « د مزاري د لوړ مقام د درناوي په موخه او د یو شمېر سیاسي او دولتي چارواکو په غوښتنه هغه ته د ملي وحدت د «شهید» لقب ورکووم او د هېواد په رسمي تقویم کې دې درج کړای شي.»

ولسمشر پر ځوانانو غږ کړی چې د هزاره لږکيو دغه مشر دې مطالعه کړي او د ده په خبره د هغه له ژونده دې زده کړه وکړي.

د ولسمشر غني دا پرېکړه په خواله رسنيو کې غندل شوې ده او هغه يې د څو متعصبو په منګولو کې بنديوان بللی دی.

د کابل پوهنتون استاد محمد مرهون، پخپله فیسبوک پاڼه لیکي: «چې احمدشاه مسعود ملي قهرمان دی، عبدالعلي مزاري د ملي وحدت شهید دی، استاد برهان الدين رباني د سولې شهید دی نو اميرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د امت مسلمه برحقه خلیفه دی.»

ګڼو نورو د ولسمشر له لوري دا لقب د پښتنو په حق کې ظلم بللی او د دوی په خبره د پښتنو د ننګیالیو اړوند ستره جفا ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Aman

اشرف غنی یو عیسوی او بی عقل او جاهل انسان ده چی لکه خان غوندی جاهلینو ته دیی ملی وحدت لقب ورکوی غنی دوس دی افغانستان له تیرو او اوس له حالاتو هیڅ خبر ندې

مشاهد

که چیری واقعیت ته نظر ووشی، داکتر غنی ته د پشتنو رای هسی خبس لاړی، ځکه چي غنی نه خالق راضی کړ او ن یی مخلوق فقط د ټلوالی خاینینو ته په لقبونو ورکولو خپلی شپی صبا کوی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x